ناروې ته د متقي سفر څومره ارزښت لري تالبان د څه په تلاش کې دي؟
خبريال ويب پاڼه/ راپورونه وايي چې د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي ناروې هېواد ته تللی.
راپورونه وايي چې په ناروې کې د متقي د ګډون خبرې د شنبې په ورځ پيل کيږي چې د ناروې د استازي ترڅنګ پکښې د امريکا استازی هم ګډون کوي دا ناسته به درې ورځې دوام وکړي او تالبان هم پکښې ګډون لري دا لومړی ځل چې مهم تالب چارواکی يوه اروپايي هېواد ته سفر کوي.
د تالبانو د پلاوي دا سفر ښې پايلې لري
دا به لومړی ځل وي چې د تالبانو لوړ پوړی چارواکی يو اروپايي هيواد ته سفر کوي.
د بين المللي روابطو استاد نعمت الله ابراهیمي د متقي سفر په اوس مهال ښه وباله او دا یې له امريکا سره د تماس يوه هڅه وبلله.
هغه وویل: دا نوې خبره نه ده چې اروپايي هېوادونه او بيا ناروې له تالبانو سره اړيکې لري تر دې وړاندې هم ناروې او نورو هیوادونو له تالبانو سره غوښتل چې په تماس کې شي.
ناروې اوس هم د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ستر رول لري او تالبان هم کوښښ کوي ترڅو له مرسته کوونکو هېوادونو سره اړیکه کې و اوسي ترڅو ترې استفاده وکړي او ورسره اړيکې وغځوي.
افغانستان په اوس وخت کې تر بل هر وخت زیاتو مرستو او بشري همکاريو ته اړتيا لري
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان ته بايد په ميلياردونو ډالر مرسته ورکول شي ترڅو د بشري او اقتصادي بهران مخه نیول شوې وي تر اوسه پورې يو شمېر هیوادونو د افغانستان سره په بيلا بيلو برخو کې مرستې کړې دي
Comments are closed.