The news is by your side.

د افغانستان کنګل پيسې د ۲۰۰۱ د سپټمبر قربانيانو ته ورکول کېږي

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو له راتګ وروسته د امريکا له لوري د افغانستان نهه نيم ميليارده ډالر کنګل او وتړل خو اوس امريکا د دې پيسو په هکله تازه پریکړه کړې.
‌د‌ افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ويسټ ويلي چې د تالبانو د رسميت پيژندلو لپاره کومه تګلاره نلري ولې له دې ډلې سره د اړيکو د عادي کولو لپاره غواړي له دوی څخه هم اړوند اقدامات وويني.
هغه وويل چې له تالبانو سره ‌د اقداماتو غوښتنه کوي او په مارچ مياشتي کې باید افغانې نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي هغه که په هره کچه وي يعني لیسې پوهنتونونه او داسې نور تالبان په يوه غټ ازمون کې دي.
د محکمو له پریکړو وروسته امريکا ويلي چې د افغانستان د کنګل پيسو يوه برخه د ۲۰۰۱ زېږديز کال قربانیانو ته ورکول کېږي خو ويل شوي چې دا پريکړه لا وروستۍ شوې نه ده.
ويسټ د تالبانو رسمیت د دوی په کړنو پوري مربوطه وبلله او زياته يې کړه چې تالبان په خپلو اعمالو کې باید بدلون راولي تر‌ اوسه پوري د تالبانو له واکمنۍ ۵ مياشتې وتونکې دي ولې تراوسه هيڅ يوم هېواد دا ډله او دولت يې په رسميت نه دی پیژندلی.
د کنګل پيسو د خلاصون اړتیا
تراوسه پورې د افغانستان اقتصادي وضعیت چې خراب ښودل شوی لامل يې د امريکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل دی چې تر اوسه پورې يې نه دي ازادي کړې، خو له څه مودې وروسته يو شمېر بنسټونو او هېوادونو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان وصغيت ته په کتلو سره باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي خو امريکا تراوسه پورې دا وړانديز نه دی منلی
تالبانو څو ځله له امريکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل پيسې دي ازادي کړي خو تراوسه پوري دا کار نه دی ترسره شوی

Comments are closed.

koi finance