بارکزۍ: د ناروې غونډې ګډونوال تالبان بې واکه او تصميم حقاني شبکې نيسي
خبريال ويب پاڼه/ په ناروې هېواد کې د افغانستان مخکيني سفيرې شکرې بارکزۍ په يوه تازه مرکه کې ویلي، که څه هم د ناروې غونډه يو مثبت ګام دی خو هومره هيله مندي چې ورته شته نه ده پکار ځکه دې غونډه کې ګډون وال تالبان د تصميم نيولو او پریکړې واک نلري.
هغه وویل چې تالبان دوه ډلې دي او ډ ناروې ګډونوال تالبان يې هغه نه دي چې پریکړې او تصميمونه ونيسي ولې د يوې داسې ناستې اړتیا وه چې بايد ترسره شي.
دې افغان ډيپلوماټې وويل که وغواړو يانه خو نن تصميم نيونه د حقاني ډلې سره ده.
بارکزۍ د افغانستان په اړه د ناروې هیواد رول ته په اشارې سره وویل چې له وخته وخته ناروې د افغانستان په قضیه کې دخيل هېواد وو، او دا ناسته یې هم د هغو اړيکو پر بنياد رامنځته کړه.
د دې درې ورځنۍ ناستې په هکله چې سبا شنبې به پيل شي د بحث اجنډا يې په افغانستان کې د ښځو وصغيت او همدارنګه د يوه ټولشموله حکومت جوړيدل دي چې له افغانستان څخه دوه لس کسيزې ډلې چې يو يې تالبان او بله ډله يې له مدني فعالانو ژورنالستانو او سياسونو جوړه ده ګډون کوي.
تراوسه پورې تالبانو د دې ناستې په هکله پوره مالومات نه دي شريک کړي چې د دوی پلاوی تر کوم صلاحيته پوري کار او ژمنې ورکولی شي.
خو شکريې بارکزۍ وويل چې په پوره باور سره بايد دې ناستې ته زړه ښه نه کړل شي ځکه دلته بې واکه تالبان تللي دي.
په لومړي ځل ناروې هېواد چې اروپایي هېواد دی پر مهمو مسایلو باندې د افغانستان په اړه ناسته ترسره کوي تالبانو هم په بې صبرۍ په دې ناسته کې د ګډون بلنه منلې خو دا چې دا ناسته به د افغانستان پر راتلونکي وصغيت څومره تغير وکړي مالومه نه ده ولې بياهم ورته هيلې زیاتې دي
Comments are closed.