The news is by your side.

ها تالبانو پر ډيورنډ ۲۱ کيلومتره ازغزن تار پاتي تکمیل شي

خبريال ويب پاڼه/ راپورونه وايي چې پر ډيورنډ لاين باندې د پاکستان له لوري د اغزن تار لګول ادامه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د اغزن تار د لګولو په هکله وويل چې دوی به ادامه ورکوي تراوسه پوري ۲۶۸۰ کيلومتره بشپړ شوی، او پاتي نور به هم ژر بشپړ کړي.
اوس پوښتنه داده چې هغه د تالبانو ژمنې له ولس سره د دوی خبرې څه شوې؟
د تالبانو له لوري موده مخکې د ډيورنډ کرښې پر سر يو شمېر تريتکتیا وي او ان نښتې هم رامنځته ته شوې خو وروسته په دې هکله پاکستاني لوري وويل چې له تالبانو سره په دې هکله د خبرو له لارې حل لټوي خو بیا يې هم ټينګار وکړ چې پر ډيورنډ لاین باندې به چې په هر قيمت وي د اغزن تار لګولو ته ادامه ورکوي او دا پروژه به سرته رسوي.
د پاکستان د پوځ يو وياند موده مخکې وويل چې پر ډيورنډ لاین به د اغزن تار لګولو پروژې ته چې په هر قيمت وي دوام ورکوي هغه وويل چې په دې برخه کې دوی قربانۍ ورکړې دي.
تالبان وروسته له هغه چې د پاکستان مشرانو پر ډيورنډ فرضي کرښه باندې د تالبانو د مداخلې په هکله غبرګون وښود چپ پاتې دي يوازي يې د بهرنیو چارو وزارت وويل چې دوی هم غواړي د ډيورنډ مسلې په هکله له پاکستان سره د‌خبرو له لارې يوې فیصلې ته ورسيږي.
خو له هغه وروسته د شيخ رشيد احمد دا لومړۍ وينا ده چې ترسره کوي.
تراوسه پورې تالب لوري د شيخ خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو داسې مالومیږي چې پاکستان تالبان پوی کړل چې دوی به په حتمي توګه د اغزن تار لګولو پروژه بشپړوي او تالب مشرتابه بايد په دې هکله خپل محلي قوماندانان او چارواکي وپوهوي نو ښکاره خبره ده چې دا پوهاوی رامنځته ته شوی.
که چیري پاکستان دا پروژه تکمیل کړي نو بیا تالب ولس ته څه ويلی شي؟
ايا ولس ته د هغه ژمنو چې دوی هيڅکله پر ډيورنډ کرښه معامله نکوي پاکستان ته د ازغن تار د يوې لويشتي اجازه نه ورکوي او داسې نورې ژمنې ايا دوی به يې پوره کړي؟

Comments are closed.