The news is by your side.

سعيدي: د ناروې ناستې ته دوې ډلې تالبان، د غني او عبدالله کسان تللي.

خبریال ويب پاڼه/ نن د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي، جمه انس حقاني او لس کسيز پلاوی همدارنګه د مدني ټولنو په استازيتوب شينکۍ کړوخیل، سيد اسحاق ګيلاني، سيد جعفر مهدوي او لس نور کسان تللي.
د سياسي چارو شننونکي احمد سعيدي لومړی تالبان دوه ډلې تعريف کړل چې يو يې برادران او بل يې حقانيان کړل هغه وویل چې په دې ناسته کې چې ناروې یې جوړوي پر تالبانو به زيات فشار واچوي او ورته وبه وايي چې تاسو انتخاب کړې دا درسته لاره نه ده او همدا رنګه په ناروې کې د متقي ناسته د دې معنا نه ورکوي چې دوی دي په رسميت وپيژندل شي.
ښاغلي سعيدي وويل چې متقي د امنيتي اندېښنو له امله يوه محفوظه هوټل کې ساتي او د دوی ناسته له رسنیو پټه ده ځکه ناروې نه غواړي چې له تالبانو سره ګډه اعلاميه او ياهم کنفرانس ولري.
نوموړي وویل چې د مدني ټولنو په استازيتوب هم اصلي کسان نه دي راغلي د ده په وينا شينکۍ کړوخيل او نور د اشرف غني په استازيتوب او همدارنګه سيد اسحاق ګيلاني هم د عبدالله په استازيتوب په دې ناسته کې ګډون کوي.
په ورته وخت يو شمېر افغان ميرمنو هم په دې ناسته کې د ګډون والو ميرمنو پر استازيتوب نقد کړی او هغوی د افغان میرمنو استازې نه دي بللې.
د ناروې ناسته پر داسې مهال ترسره کیږي چې د دې هېواد په پلازمېنه اسلو کې د افغانانو له لوري د تالبانو په وړاندې لاريونونه روان دي او د متقي د امنیت په اړه هم ناروې فکر کړی.
‌شنوونکي د ناروې ناستې نيتجې ته هم په مهمه سترګه نه ګوري او وايي چې دا ناسته به ناروې هېواد يوازي پر تالبانو فشار اچوي او متوجې به يې کړي چې ستاسو لاره نه ده لاره

Comments are closed.