The news is by your side.

ګډ پوځي تمرینات: چين، روسیه او ایران امريکا سره جګړې ته چمتوالی نيسي

خبریال ويب پاڼه/ ايران، روسیه او په دې ورستيو کې چين هغه هېوادونه شول چې د امريکا ورسره انداز په اندازه اړيکې ترينګلې او سيالي لري.
د هند سمندر جنوب کې د دريو واړو امريکا دښمنه هېوادونو بهري نظامي مانور.
ګډ کار ګډه هڅه او ګډ دښمن دوی درې واړه له يوه لوی دښمن سره لاس او ګريوان دي خو په ګډ پوځي مهمو تمريناتو د امریکا مقابل کې يو ګډ ځواک ښکاروي ترڅو وښایي چې متحد او د امريکا په وړاندې يو موټی دي.
په دې پوځي مانورونو کې لویي جنګي بيړيو، درنو وسلو الوتکو او سرتیرو ګډون کړی دا سرتيري ډزې هم کوي، د خپل يوالي او پوهي کچه ښکاروي.
دوی که څه هم بيلابيل دي نظريات يې جدا خو نن د يوه هدف لپاره راټول شوي.
مخالفتونه او یوالی
امريکا له ایران سره له وخته سمه نه ده اوس هم دغه هېواد د امريکا له سختو اقتصادي بندیزونو څخه ساه نشي اخستلی، پر دې هېواد تور دی چې اټومي وسلې جوړوي او له ترهه ګرو سره اړيکې لري.
چین له خپله ځانه اور اخستی د دې هېواد مخ پر وده اقتصاد د امریکا د زوال زيری هم کيدلی شي خو دا ډير وروسته رامنځ ته کیدلی شي چې چین به امريکا شاته پرېښې وي خو بیا هم امريکا اوس لا د چین د‌ کنټرول هڅه کوي.
له روسيې سره تريوه بريده د منځنۍ اسيا د ګټو وټو کيسه ده خو تازه پر يوه روسي هېواد اوکراين باندې شخړه ده کيسه تر جګړې رسيدلې خو امریکا په هوښيارۍ سره غواړي د روسيې په رګونو ننوزي
ځواب يې همدادی چې درې واړو ورته د جګړې چمتوالي اعلان وکړ اوس چين او ايران هېر ولې د امریکا او روسيې ترمنځ تازه ناندرۍ د اوکراین پر سر رامنځته شوې امريکا شک لري چې روسيه پر دې هېواد باندې د نظامي يرغل پلان لري چې روسیې رد کړی

Comments are closed.

koi finance