The news is by your side.

ايران: تالبانو د ګاز او تيلو صادراتو غوښتنه وکړه موږ هم پيل وکړ

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي حسین قاظمي قمي وويل چې د افغانستان مسولينو ترې د نفتي موادو د صادرولو غوښتنه وکړه او د دريو مياشتو لپاره به دا لړۍ پيل کړي.
افغانستان ته د نفتي موادو د صادرولو اعلان وکړ
افغانستان کې اوس مهال د سون توکو قیمت تر بل هر وخت لوړ شوی، او بیوزله افغانان چې يې د رانيولو توان نلري له ستونزو سره مخ کړي.
له دې سره هممهاله د ایران له لوري د سون توکو په برخه کې د افغانستان لپاره د دريو میاشتو په موده کې ښه اعلان وشو.
د ایران د ولسمشر له لورې د افغانستان لپاره ځانګړې استازې حسين قاظمي قمي پر خپل ټويټر ولیکل چې د دوی د هېواد له لورې به د دریو میاشتو لپاره افغانستان ته د نفتي موادو صادرات پيل شي.
هغه وویل چې د سلواغې مياشتې له لومړيو څخه د راتلونکي کال د وري مياشتې تر وروستيو پورې به افغانستان ته د تیلو او ګازو صادرات ترسره شي.
قمي داسې اشاره درلود چې دا کار د تالبانو له لوري ترسره شوی غوښتنه يې شوې.
د اوس لپاره په افغانستان کې نفتي مواد لکه ګاز او تيل تر بل هر وخت قيمته او لوړ ختلی.
دا لوړ قيمتونه وروسته له هغه را منځ ته شول چې کله تالبان پر افغانستان واکمن شول اوس په عادي بازارونو کې د پطرولو د يولیټر بیه ۸۰ افغانۍ ډيزل په ۷۸ افغانۍ او د ګازو د يوې ګیلو بیه ۹۵ افغانۍ ده چې د یوه غريب افغان لپاره دا ډیر لوړ قيمتونه دي چې نشي کولای نفتي مواد رانیسي.
ايا داسې به رښتیا وي چې تالبانو د ولس د هوساینې لپاره دا ګام اخستی وي که چيرې د صادراتو دا لړۍ پيل شي ښايي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د نفتي موادو قیمتونو کې لږ اندازه ټيټ والی راشي

Comments are closed.

koi finance