The news is by your side.

دا منم چې مطمئن نشته!

خبريال ويب پاڼه/ ملګرو دا ډول انسان په پېړیو کې د ګوتو په شمار دې فاني نړۍ ته رادرومي چې له مرګ وروسته یې نوم او کارنامې ژوندۍ پاتې کیږي ، دا منم چې مطمئن نشته خو نوم او کارنامې یې لا ژوندۍ دي چې تر ډېره به د خلکو پر زړه او ذهن انځور وي.
ورځې کیږي چې بیمارۍ په مخه کړی یم د بدن له دردونو نا ارمه او د خولې خوند مې د زهرو په شان تریخ دی خو چې د ټویټر پر مخ مې د اروښاد دا بیت ولیدلو:
مصری دې ګونګې غږ دې ورک دی مطمئنه یاره!
ښکاري چې ته هم د حالاتو اضطراب وخوړې
نو زړه مې راټینګ کړ او د لاس ګوتې مې پدې قانع کې چې پدې نه ستړي کېدوونکي اتل څو ماتې، ګوډې کرښې د نوموړي د ړومبي تلین په بهانه ولیکم.
مطمئن د حق یو داسې غږ و چې هیڅکله به یې د خاموشه کولو په کامیابۍ څوک ونه توانیږي، هغه په ډیر سخت وخت کې په رسنیز ډګر کې د ا.ا.ا استازیتوب وکړ ، ښاعلی به ملګرو ته ویل چې داسې وخت هم پرې راغلی چې د خطر له امله یې د ورځې ۱۰ یا تردې زیات د خپل ګرځنده تيلیفون سیمکارتونه مات کړي.
ملګرو اوس مطمئن نشته خو موږ ته یې د حق ویلو درس ژوندی پرې ایښی، مطمئن ناروغۍ نه! بلکې د حق په ویلو ځان قربان کړ، د حق د ویلو له لاسه یې ځان لمبه کړ، د چاپلوسۍ او غوړه مالۍ له ناروغۍ به یې زیاته کرکه کوله هغه ناروغان چې پدې بدرنګ مرض ککړ و د چاپلوسۍ او غوړه مالۍ په وښو به یې شخوندونه وهل مطمئن اشنا به هیڅ نه معاف کول او د قلم په څوکه به یې راپرزول.
یارانو مطمئن د هغو وختونو ستوری دی چې په درسته نړۍ کې د ا.ا.ا ځای نه و، اروښاد مطمئن به یا وبه وایم چې د ا.ا.ا د مطبوعاتي برخې بنسټګر به د ا.ا.ا غږ د رسنیو له لارې نړۍ ته رسولو او د امریکایي اشغال په خلاف به یې د مبارزې پر میدان لکه لمر رڼا شیندله.
مطمئن د پنجاپ له ظلمونو هم متأثره شوی و او د تورلنګیانو په خلاف به یې وخت ناوخت څه داسې ویل:
د ښاپېرو بنګړي تورخم کې په کوتکو مات شول
ډېري تنکۍ ځوانۍ جېلونو دپنجاب وخوړې
ياد یې لره هېر به مې نه شي تور لینګيه اشنا
زمونږ د تن غوښي خو تا په ستر قصاب وخوړې
دا یو حقیقت و چې د امریکایي اشغال په لومړیو کې د پاکستان له لاسه ډیر افغانان د تورو پنجرو شاته وغورځول شول/شهیدان شول او په امریکا وپلورلی شول…
مطمئن زموږ له منځ څخه ارماني لاړ هغه وړی ډک زړګی هیچاته خالي نشو کړی او نه چا د دې په خاطر غېږې ته نیږدې کړ.
مطمئن د کرونا وبا له امله د پېښور په حیات اباد کمپلکس روغتون کې خپل روح حق ته وسپاره ، د غرب ګوډاګیانو د مرحوم جنازې ته اجازه ورنکړه چې د تورخم پر لار ګران هېواد افغانستان ته انتقال شي نو له مجبورې ورځې د محکوم وطن د تاج اباد په لویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو .
روح یې ښاد او یاد یې تل غواړم
خالد ځدراڼ

Comments are closed.

koi finance