The news is by your side.

هدا متقي ته: کابل کې فعالان او ښځې زنداني خو ناروې کې پر ميز ورسره کښېنئ؟

خبريال ويب پاڼه/ يوې افغانې ميرمنې له متقي څخه وپوښتل چې ولې په کابل کې ښځې او مدني فعالان زنداني کوئ خو په اسلو ناروې کې ورسره مخامخ پر یوه میز کښېنئ؟
دې ميرمنې وويل له ناروې بيرته افغانستان ته ګرځي خو په دې خبره نه ده چې له کوم سرنوشت سره به مخ شي.
که چيري متقي ته وخت هم ورکول شوی وای شايد د دې افغان ميرمنې ځواک يې نه وای ورکړی.
د ناروې په اسلو، کې تيره ورځ تالب پلاوي ناسته درلوده.
د هدا خاموش په نوم يوې افغانې ميرمنې چې د اسلو غونډې ګډونواله وه په خپلو خبرو کې يې له متقي څخه غوښتنه وکړه چې کابل ته زنګ ووهي او امر وکړي چې درې زنداني شوې ميرمنې ازادي، خو متقي وویل چې تالبان هيڅوک نه دي نيولي.
د دې ميرمنې اشاره تمنا زريا پرياني او دريو خوندو ته وه چې ويل کيږي تالبانو له خپل ځان سره وړې دي.
تالبانو کابل کې زيات شمېر معترضي مېرمنې نيولې ولې دوی يې نه مني چې تالبانو دي افغان فعالانې نيولې وي.
تراوسه پورې د يو شمېر ميرمنو له لوري څو ځله د هغوی د ازاديو د صلبيدو او جبري حجاب چې دوی يې ادعا لري پر ضد لاريونونه کړي.
د تالبانو عمومي وياند ذ بي ح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې وویل د دوی ډله حق لري چې خپل مخالفین وځپي او زنداني يې کړي.
د تالبانو له دې دريځ څخه داسې مالومیږي چې پر ځان د انتقاد منونکي نه دي او په افغانستان کې د بيان ازادي جنازه وتلې او هیڅوک د دې اجازه نلري چې د تالبانو په وړاندې يو انتقاد وکړي په دې وروستیو کې تالبانو هغه منتقدین هم ونيول چې په بحثونو کې يې پر دوی دعواوې درلودې

Comments are closed.

koi finance