The news is by your side.

روسیې ته د برادر او ملایعقوب پټ سفر ايا له امريکا لاره جدا شوې؟

خبريال ويب پاڼه/ پر داسې مهال چې د تالبانو يو لوړ پوړی پلاوی ناروې ته د اروپایي هېوادونو سره د ناستې لپاره تللی چې امريکا هم په دې ناسته کې ګډون لري.
خو اوس د لوړپوړو تالب چارواکو يو بل سفر هم افشا شو.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د افغانستان د تالبانو دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد او د رييس الوزرا لومړي مرستيال ملا ب رادر اخند روسيې ته پټ سفر کړی خو د دوی د سفر جزيات يې نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې له روسيې سره د امریکا د‌اړیکو د خرابوالي کيسه هم ګرمه ده او دا هېواد له تالبانو سره هم د تعامل خبره کوي خو تراوسه پوري د تالبانو په لاس جوړ شوی حکومت هيچا په رسميت نه دی پیژندلی خو اوس تالبان د ناروې د سفر په هکله خوشبيني لري چې ښايي دا به د هېوادونو له لوري د رسمياتو پړاو وي.
تراوسه پوري د ناروې هېواد د ناستې درسته نتيجه نه ده مالومه خو په وروستيو کې به وکتل شي چې دا ناسته څومره مهمه وه او کومې حياتي پرېکړې پکښې شوې دي.
د تالبانو له لوري د افغانستان نیول تر پنځي میاشتو اوړي خو تراوسه يې حکومت د نړۍ له لوري نه دی منل شوی د دوی په راتګ سره د ولس په وړاندې اقتصادي او ټولنيزې ستونزې زياتې او د هېواد په کچه د يوه بشري او اقتصادي بهران د راتګ ويره هم زياته شوه له هغه وروسته نړۍ لاس په کار او د افغانستان لپاره يې د مرستو تابیا وکړه خو تراوسه يې د عامو افغانانو کوم درد نه دی دواړه کړی.
ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په دې ساړه ژمي کې اندېښنه لري او له مرسته کوونکو غواړي چې د افغانانو له دې وصغيت څخه د ایستلو لپاره باید خپلې بشري مرستې وکړي

Comments are closed.

koi finance