The news is by your side.

صالح او احمد مسعود روسيه کې له برادر او يعقوب سره ويني

خبريال ويب پاڼه/ په پټه روسیې ته سفر او له هغه وروسته د صالح او احمد مسعود ليدنه مهم خبر کيدلی شي.
د جبهې مقاومت يو شمېر سرچينو تاييد کړې چې امرالله صالح د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال او د قوماندان مسعود زوی أحمد مسعود روسيې ته د تالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره د ليدنې لپاره روسيې ته تللي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبیل وويل چې ملا یعقوب او برا در په پټ سفر مسکو ته تللي چې اوس تازه بیا يو شمېر سرچينو د صالح او احمد مسعود له دوی سره د ليدنې راپور ورکړی.
تالبان د مقاومت جبهې په نوم کسانو سره د روغې جوړې او يوه ټولشموله حکومت د جوړيدو په لټه کې دي ترڅو نړۍ يې ومني او د دوی فرمايشات يې پر ځای کړي وي.
په ورته وخت کې د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي په یوه رسمي سفر ناروې ته تللی او هلته يې د امريکا په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو سره غونډه ده.
تالبانو د دې غونډې لپاره خوشبیني ښودلې او ویلي يې دي چې ښايي دا يې د رسميت پيژندنې پړاو وي.
تراوسه پورې د دې غونډې اؤ تالبانو د ليدنو کتنو نتيجه نه ده مالومه خو دوی په دې کوښښ کې دي چې د خپلې ازموينې دوره کې بريا وي ترلاسه کړي ترڅو د نړي له سترګو نهام او خپله حکومتولي مخ ته يوسي تر اوسه پورې داسې څه نه دي ترسره شوي چې په تالبانو دي باور وکړل شي تالبان بيا ادعا لري چې ټول قوانين او شرائط یې چې د يوه دولت لپاره لازم دي پر ځای کړي او اوس د نړۍ نوبت دی چې د دوی جوړ شوی دولت په رسمیت وپیژني.
ترا وسه پورې تالبان هيڅ يوه هېواد په رسميت نه دي پيژندلي

Comments are closed.