The news is by your side.

ښايي د ناروې پوليس انس حقاني ونيسي ځکه ترې شکایت شوی

خبريال ويب پاڼه/ انس حقاني د تالب پلاوي په ترکيب کې د ناروې پلازمېنې اسلو ته تللی چې هلته د جنګي جنایتونو له امله ترې د دې هېواد پوليسو ته شکایت شوی.
خبره داده چې د ناروې اوسنی لومړی وزير هغه مهال چې پر کابل سرينا هوټل باندې حقاني شبکې بريد وکړ هم هلته وو، هغه ويلي دی خبر نه وو، چې د تالبانو پلاوي کې د حقاني شبکې دومره لوړ پوړی چارواکی هم شته.
شکايت چا کړی؟
د سويډن يوه محلي تلويزيون د انس حقاني پر ضد د عريضې او شکايت په هکله مالومات خپاره کړي او ويلي يې دي چې ظاهر اطهرې ورځپاڼه ليکوونکي چې اوس ناروې کې اوسیږي دا شکايت کړی.
د مالوماتو له مخې چې اطهري انس حقاني د جنګي جنايت او د بشريت ضد فعاليتونو له امله د دې هېواد پوليسو ته معرفي کړی.
تراوسه پورې په دې اړه رسمي سرچینو او نه هم د ناروې هېواد څه ويلي او دا هم مالومه نه ده چې له دې شکايت وروسته به د ناروې پوليس د حقاني په وړاندې کوم اقدام وکړي يا نه خو اوس ترې شکایت شوی.
انس حقاني د تالبانو د پلاوي په ترکيب کې د متقي په مشري د ناروې هېواد ته په يوه درې ورځني سفر راغلی چې دلته به د افغان فعالانو ميرمنو او د امريکا په ګډون د اته هېوادونو له استازو سره وګوري.
د ناروې دې ناستې ته افغان فعالان په ښه نظر ګوري او وايي چې له دې لارې په نړيواله کچه پر تالبانو باندې فشار ډيريدلی شي ترڅو د بیان ازادي بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په وړاندې نرم شي.
تالبانو هم ویلي چې د دې کنفرانس له لارې دوی له نړۍ سره د اړيکو نوې کړکۍ پرانيزي.
خو که څه هم د تالبانو په اړه د دې غونډې څخه ښه نظريه نشته ولې د دوی له لوري دا غونډه ښه بلل شوې

Comments are closed.

koi finance