The news is by your side.

له روسیې سره پېښېدونکي جګړه امريکا په سیمه کې سرتيري تيارسی کړي

خبریال ويب پاڼه/ د اکراين پر سر اوس د امريکا او روسيې خبره تر جګړې رسيدلې امریکا لا له وړاندې خبر ورکړی روسیې ته خبرداری ورکړی چې پر اوکراين بريد به یې سخت پښیمانه کړي او زيات تاوان به وکړي.
اوس تازه په سيمه کې روسیې ته څېرمه امريکا د خپلو سرتيرو حالت تيار سي ته وړی او ورته يې د جنګي حالت د چمتو کيدلو ويلي.
په ورته وخت کې ناټو هم ويلي چې د روسیې له لوري پر اوکراین باندې د احتمالي بريد لپاره يې خپل د تړون ټول سرتيري چمتو کړي او ورته اماده دي.
د ناټو سازمان زياته کړې چې دوی له دې سره چې خپل چمتوالی لري شرقي اروپا ته يې جنګي بيړيو تجهيزات او زياتې جنګې الوتکې ليږدولې.
امريکا هم په خپل نوبت روسيې ته خبر داری ورکړی او زياته کړې يې ده چې دوی هم په سيمه کې خپلو ۸۵۰۰ سرتيرو ته د اماده باش امر کړی.
اوس لپاره دواړه لوري داسې مالومیږي چې يو ټينګه جګړه به رامنځته ته کيږي خو روسیه زيات احتياط کوي چې په جګړې لاس پوري نه کړي ځکه د اوس لپاره تاوان دی دې هېواد له اوکراین سره پر پوله باندې يولک سرتيري ځای پر ځای کړي او امريکا د دې معنی ترې ايستلې چې روسیه په دې توګه پر اوکراين نظامي يرغل کوي
د امريکا او روسيې ترمنځ پخوا هم حالت او اړیکې ترینګلي وې خو چې د اوکراین موضوع پېښه شوې نو تر هرچا زياته امریکا ته پلمه جوړه شوې چې روسيه په هر نوم تورنه کړي ولې روسیې هم ویلی چې اوکراين ورته اجازه نه ورکوي چې د ناټو له تړون سره يوځای شي

Comments are closed.

koi finance