The news is by your side.

پاکستان سقوط کوي مرګوني برید کې يې ۹ عسکر هلاک شوي .

خبريال ويب پاڼه/ پاکستانيو عسکرو ته ترټولو لويه مرګ ژوبله ښايي ۲۰۲۲ کال تر تير کال هم خونړی وي وسلوالو د بلوچستان د تربت ولسوالۍ د سبدان سيمه کې د پاکستانيو عسکرو یوه پوسته په نښه کړې او بريد يې پرې کړی چې زيات عسکر يې پکښې هلاک کړي دي.
له دې او تر دې وړاندې بريدونو سره داسې پتېيل کیږي چې حالت به ورځ تر بلې په دې هېواد کې سخت او خراب شي.
د دې برید پخلی د پوځ یوه ویاند کړی او منلې يې ده چې په دې برید کې ۹ عسکر هلاک شوي دي.
په ورته وخت کې بيا یو شمېر سرچينو خبر ورکړی چې په دا برید کې لس عسکر هلاک او څلور ژوندي تري تم شوي دي چې ګومان کېږي له وسلوالو بريد کوونکو سره به وي.
تراوسه پورې مالومات دادي چې د پيښې هلاک سرتیري پنجابيان دي او وسلوالو بريد کوونکو په نښه کړي.
دا لومړی ځل دی چې د بلوچستان ايالت کې په دومره لويه اندازه پاکستاني عسکر په هلاکت رسيږي، دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په دې تلاش کې دی ترڅو له ټي ټي پي سره د سولې خبرې پيل کړي.
داسې راپورونه هم يو شمېر سرچينو ورکړی چې پاکستان دا ځل د افغانستان په کوربه توب غواړي له ټي ټي پي سره د سولې خبرې وکړي او دا ځل يوې قومي جرګې ته مراجعه کیږي.
په بلوچستان کې د تر سره شوي برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی خو په دې سیمه کې بلوڅ ملتپال فعاله دي او وخت ناوخته پر پاکستاني عسکرو د هلاکت بريدونه ترسره کوي.
له ټي ټي پي سره د سولې خبرې خو بلوڅ ملتپالو سره به د پاکستان رياست څه کوي اوس پوښتنه دا ده چې ايا تحريک تالبان به د پاکستان خبرې ومني او که به خپلو خطرناکه بريدونو ته همداسې دوام ورکړي؟

Comments are closed.

koi finance