The news is by your side.

د م،م غونډه کې له تالبانو غوښتنې او د افغانستان په هکله اندېښنې

خبریال ویب پاڼه/ ‌د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه نن د يو شمېر هېوادونو استازو په حضور په نیویارک ښار کې ترسره شوه چې پکښې د افغانستان په اړه د اوسني وضعيت او بشري حالت په هکله خبرې وشوې دې غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش د افغانستان د حالت په هکله اندېښنه وښوده، او زياته يې کړه چې د افغان نجونو هيلې له خاورو سره خاورې شوې.
سرمنشي د تالبانو له لوري د فعالانو د خود سرانه نيولو په هکله اندېښنه وښودله او زياته يې کړه چې د افغان نجونو خوبونه له منځه وړل یوه لویه غمیزه ده.
هغه له تالبانو غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې دوی بايد بشري حقونو ته درناوی وکړي.
ګوتريش په دې سرمشریزه کې د افغانستان په هکله اندېښنه وښوده او له نړيوالو يې وغوښتل چې له دې هېواد سره مرستې وکړي.
په دې غونډه کې د امریکا، هند، چين، هالنډ ناروېژي روسيې او په افغانستان کې د یوناما مشرې خبرې وکړې او لاهم دا سرمشريزه دوام لري تراوسه پورې ټولو استازو له تالبانو وغوښتل چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي په دې هکله ټول هېوادونه اندېښنه لري خو تالبانو ژمنه کړې چې په راتلونکي پسرلي کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځۍ پرانيستل شي او هغوی به ښوونځيو ته ولاړې شي.
پر تالبانو فشار دی چې خپلو ترسره شویو ژمنو ته دي وفادار پاتي شي او په افغانستان کې دي ټول بشري حقونه مراعات کړي.
انتونیو ګوتريش وويل چې په افغانستان کې لازمه ده يو ټولشموله حکومت تشکيل او ټولو افرادو ته پکښې ځای ورکول شي تر څو ټولو دوی او نړۍ ته د منلو وړ وي.

Comments are closed.

koi finance