The news is by your side.

د تښتيدلي غني کابينه له م،م د يوشمېر چارواکو د حسابونو بندولو غوښتنه شوې

خبريال ويب پاڼه/ د ملګرو ملتونو امنیت غونډې ته چې یوازې افغانستان ته ځانګړې شوې وه د افغانستان د ځانګړي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق وويل چې، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا بايد د افغانستان د تير حکومت د لوړ پوړو چارواکو حسابونه وتړي کومو کسانو چې د نړيوالو په مرسته شویو پیسو کې فساد کړی.
ده وويل د دې کسانو نومونه په ګوته او د بانکې حسابونو د تړل کيدلو لپاره يې بايد اقدامات وشي.
په شل کلن جمهوريت کې څه وشول؟
په تير شل کلن جمهوريت کې چې پر افغانستان د ډالرو باران وو، يو کم شمير کسان ميليادران خو زياتو يې د خوراک ډوډۍ هم له لاسه ورکړه.
تیر ته به ولاړ شو له دا کيسه له ۲۰۰۲ څخه راپيل شوه کله چې حامد کرزی د يوې لنډ مهالې ادارې مشر وو بیا انتقالي او له هغه وروسته جمهوري رياست پیل شو هغه مهال هم يو شمېر کسانو ميلیارډونه ډالر په بډه کړل اوس فايق د هغه دولت چې پنځه مياشتې کيږي او د تالبانو له لوري ونړيدی خبره کوي په هغه حکومت کې پر ډیری کسانو د زيات فساد له امله تورونه ول او داسې هم ويل کيدل چې لوړې څوکۍ څو محدودو کسانو په ډالرو خرڅولې.
تراوسه پورې به ښايي د تير حکومت د فاسدينو په هکله کوم اقدام نه وي شوی خو اخیر به په حتمي ډول د پوښتنې کومه پروسه ترسره کيږي فايق پر داسې حال دا غوښتنه کوي چې پر افغانستان تالبان واکمن دي او هغه نوموړی چې يې يادوي هغه کسان د غني په ګډون ټول بیلابیلو هېوادونو ته تښتيدلي.
افغانستان د تښتيدلي غني په دوران کې هم هرکال په هغه هېوادونو کې راتلی چې په فساد کې به يې لومړي مقامونه درلودل اوس لپاره يو ځل بیا هم افغانستان په فساد ککړو هېوادونو کې راغلی خو تالبان وايي چې دوی فساد ورک کړی او امنیت يې تامين کړی

Comments are closed.

koi finance