The news is by your side.

تالبان: د تير حکومت کسان بیا واک ته راوستل امکان نلري

خبريال ويب پاڼه/ نړۍ پر دې ټينګار کوي چې تالبان باید په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او پر خپلو ژمنو باندې و دریږي.
خو تالبانو نن د خبرې ځواب ورکړ او په دې هکله يې سخت غبرګون وښود.
د تالبانو له لوري د نړۍ وړانديز ته د رد ځواب وويل شو. د دې ډلې عمومي وياند ذ بي ح الله مجاهد وويل د ټولګډونه حکومت په تعريف کې ستونزه ده.
د تالبانو برداشت د نړي وړانديز څخه داسې دی چې دوی وايي نړۍ بيرته هغه تکراري څېرې راوستل غواړي.
مجاهد وويل د نړي د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو منظور داده هغه کسان چې دلته شل کاله واکمن وو، بیرته واک ته راولو، خو د افغانستان خلک هغوی نه غواړي او موږ دا مهمه ده.
تالبانو د افغانستان د ټولو قومونو د ګډون خبره کې وويل چې اوس مهال زموږ په کابينه کې د افغانستان د ټولو قومونو ګډون شته او له هره قومه چارواکي لرو.
په دې باب د ناروې لومړي وزير وويل مخکې له دې چې د تالب ډلې اړيکې او نور څه له نړۍ سره ورغول شي دوی باید په خپل حکومت کې پراخ سياسي ګډون رامنځته کړي چې تالبان په دې هکله وايي زموږ سره د افغانستان له هر قومه مسولين شته.
د ناروې اسلو غونډه له تالبانو څخه وغوښتل شول چې لومړی بايد ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کړي او له هغه وروسته دي د ښځو او بشري حقونو په برخه رعايت وکړي تر څو د نړۍ د باور وړ وګرځي.
داسې ویل کیږي چې کله تالبان پر افغانستان واکمنيدل نو امريکا ورته د تير حکومت د يو شمير کسانو نوملړ ورکړی وو، چې بايد د دوی کابينه کې شامل شي خو هغه مهال هم تالبانو هغوی په فساد تورن کړل او زياته يې کړه خپل حکومت په دوی نه بدنام کوي

Comments are closed.

koi finance