The news is by your side.

تالبانو ۱ ميليون پاسپورټونه په ناقانونه توګه د پاکستان په نادرا ادارې چاپ کړي

خبریال ويب پاڼه/ د خبریال ویب پاڼې موندنې ښيي چې تالبانو له خپلې واکمنۍ وروسته د يوې اروپايي کمپنۍ پرځای د پاسپورتونو‌ د چاپ قرارداد د يوې پاکستانۍ کمپنۍ سره کړی چې اوس مهال يې يو ميلیون چاپ هم را رسيدلې تالب ويادويان چلنج دي چې دوی دي يو پخوانی او يو هم اوسنی پاسپورت ښکاره کړي چې د کيفيت يې څومره لوی توپير موجود دی.
تالبانو چې دا پاسپورتونه چاپ کړي هيڅ یو يې سفارت ته د منلو وړ نه دي نو تر ټولو ښه خبره داده چې څوک يې وا نه خلي.
خبریال ويب پاڼې ته وختي خبر رسیدلی وو، چې تالبان د پاکستان له نادرا سره قرار داد کړی دی خو رسمأ یې د تېري میاشتې په وروستیو کې و منل چې پاسپورټونه را ورسېدل او پروسه روانه ده؛ تالب چارواکو ل بیا بیا غوښتنه کوله چې دا موضوع باید رسنیزه نشي ځکه ولس پاسپورټونه غواړي او موږ ته یې جرمني کمپنۍ نه راچاپوي.
یوه تالب وزیر ته چې وويل د پاسپورټونو د ورکړې بهیر په دوه دلیله ځنډېدلی دی؛ یو دا چې په پاسپورت ریاست کې پراخ فساد شوی او د پاسپورت د ریس اخښی او ورور نیول شوي خو ریس د حقاني صیب نېژدې کس وو بندي نشو برطرف کړل شو.
او د یوې ښځې چې د طالب چارواکي په وینا ډېره مشهوره ده د نیولو خبره راته وکړه.
دو هم دلیل یې د ځنډ دا وښود چې ځیني هیوادونه دا نوي پاسپورټونو ته وېزې نه ورکوي ځکه د پاسپورټ کیفیت ډېر کمزوری او غیري قانوني چاپ شوی دی.
دا موضوع سل په سلو دقیقه ده او خبریال ويب پاڼې ځکه رسنیزه کړه چې د ملي فکره طالب مشرانو هم خوښه وه چې دا موضوع رسنیزه شي.
د تالبانو يوې باوري سرچينې خبريال ويب ته وويل چې د دې اونۍ په وروستيو کې به بیا د پاسپورټونو ورکړې لړۍ پيلیږي چې‌ د پاکستان بې کيفيته چاپ پاسپورټونه ورکول کیږي.
که څوک غواړي ددې خبر تاید تر لاسه کړي هلته نوي چاپ شوي پاسپورټونه کتلای شي.
د رسنیو د استازو احترامانه هیله ده چې دا موضوع ریپورټ کړي او د افغانستان او افغانانو سرنویشت چې د پاکستان لاسته لوېدلی د را ایستلو لږ ترلږه هڅه وکړي.

Comments are closed.

koi finance