The news is by your side.

متقي به څنګه استازولي وکړي ترکيه کې د ټولې نړي بهرنيو چارو وزيران غونډه کوي

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو نومول شوی د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي غواړي چې ترکيې ته ولاړ شي.
د انتالیا دا غونډه به د مارچ له ۱۱ مې تر ۱۳ مې پوري دوام کوي او په دې کې د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم ګډون کوي.
د انتالیا غونډه کې د ټولې نړۍ د بهرنيو چارو وزيران، سياسي نړیوالې څېرې، د ملګرو ملتونو او ناټو تړون استازي د دې غونډې اجنډا کې د ټولو مهمو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان هم شتون لري او د نړۍ مسولین به پر افغانستان وغږیږي.
نړۍ بايد په دې غونډه کې د اکراين مسلې ترڅنګ د افغانستان حقيقت ته هم نظر واچوي چې افغانستان اوس ورسره مخ دی.
متقي به څرنګه استازولي وکړای شي؟
تالبان په هرڅه کې د تمې خلاف روان دي او له متقي څخه د هیڅ تمه نه شي کيدلی ځکه پر هغه له وخته د خلکو باور له منځه تللی او متقي یې د پاکستان د ګټو سړی بللی

Comments are closed.