The news is by your side.

د پاکستان تباهي اوس رسمي شوه، امریکا يې د تروريزم د ملاتړي په توګه په رسميت پيژني

خبريال ویب پاڼه/ دجمهوريت غوښتونکو سناتور کسات پيري داسې یو طرحه د امریکا کانګرس ته سپارلې چې پاکستان باید د نړۍ په کچه د تروريزم د ملاتړي په حيث بايد وپيژندل شي. ښاغلي پيري په دې طرحه کې د مالیاتو مبادلاتو منعه کول، د مالي مرستو منعه کول او په نظامي برخه کې د همکاريو بندول شامل دي.
پاکستان له تيرو څلويښتو کلونو را په دې خوا د نړيوالو تروريستانو په مرکز بدل شوی او تر دې امریکايي چارواکي وړاندې يو شمېر نورو کسانو هم د پاکستان نوم په همدې نامه پورته کول غوښتي وو.
پاکستان او تروريزم
په مرکزي اسيا همدا پاکستان د القاعدې شبکې ستر مرکز او ان دا چې د دې شبکې مشر اسامه بن لادن هم په دې هېواد کې ووژل شو.
اوس چې د تروريزم سخته پديده داعش رامنځته کیږي هم پاکستان کې يې سرچینې او پديدې پيدا شوې، شل کاله پاکستان د تالبانو او ترويرزم په مټ د جهاد په نوم پر افغانستان جګړه وتپله.
پاکستان له وړاندې هم د ټولو هېوادونو په نزد د تروريزم حامي وو، ولې اوس هم دې هېواد خپل ځان نه دی اصلاح کړی خو ورځ تر بلې په ستونزو کې را ګيريږي، مالي محدوديت اقتصادي کمزوري سیاسي کړکېچ او په نړيوالو مشکوکو لیستونو کې راتګ هغه څه دي چې د پاکستان راتلوونکی ګواښي که چیرې د امريکا کانګرس دا لایحه ومني نو پاکستان د ټولې نړي په کچه عزت ابرو او ټول باورنه له لاسه ورکولی شي
پاکستان اوس هم په نړيوال اعتبار کې ښه نوم نلري نو کيدلای شي چې دې ته ورته نور ګذارونه هم راتلوونکي کې وخوري له کله نه چې تالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی د هغه را په دې خوا د پاکستان او امريکا هم هغه پخوانی خوند نه دی پاتي ولې پاکستان که په هر قيمت وي له امریکا څخه لاس نه اخلي

Comments are closed.

koi finance