The news is by your side.

والستريټ ژورنال: د افغانستان بانک دويم کس يو نړيوال تروريست دی

خبريال ویب پاڼه/ والسټريټ ژورنال په خپله تازه لیکنه کې ويلي چې تالبانو یو نړیوال تروريست احمد ضیاء اغا چې مشهور په نور احمد اغا دی د افغانستان بانک د دویم نفر په حيث مقرر کړی.
د نور احمد اغا په هکله ويل شوي چې هغه د ماينونه د مالي امکاناتو په برابرولو تورن دی چې دا مهال د م م، ترڅنګ د امریکا او اروپا په تورو لیستونو کې هم کرار لري، افغانستان بانک په هکله آمريکا رايه اچونه کړې او دا باور ترلاسه کول غواړي چې د تالبانو له حکومت څخه مستقل دی.
آمريکا پر دې ټينګار کوي چې د افغانستان بانک بايد تکنو کراتانو له لوري باید رهبري شي.
آدم واميشتاين د اقتصادي چارو کارپوه په خپلو تازه څرګندونو کې والسټريټ ژورنال ته په افغانستان بانک د نور احمد اغا ګمارنه د ټولې نړيوالې پر مخ کلکه څپیړه بللې،هغه له خطره ډکه خبرداری دا ورکړ چې د اغا ګمارنه له افغانستان بانک سره د نړيوالې ټولنې تعامل له خطر سره مخ کولای شي.
د افغانستان بانک د تالبانو په راتګ سره ان د‌ سقوط له مرحلې سره هم مخ شو، خو اوس په نړيوالو مرسته ته لومړيو وختونو څه بسيا شوی.
ويره دا ده که چیري امریکا او ياهم نور مرسته کوونکې هېوادونه د تالبانو په تروریستي ګمارنه سر وګرځوي نو لیري نه ده چې د افغانستان بانک به خپل نړيوال مشروعيت او باور ده له لاسه ورکړي او د پولۍ ټک ته کښېني.
تالبانو ته په کار ده چې د خپل او افغانستان بقا لپاره په دې بانک کې مسلکي ګومارنې ترسره کړي چې له راتلوونکو ګواښونو په امان و اوسي.
تراوسه پورې تالبانو کوم داسې اقدام نه دی کړی او ښايي په راتلوونکي کې دا بانک له ستونزو سره مخ شي

Comments are closed.