عمران خان وايي فضل الرحمان ته نور ډيزلي نه وايم

خبريال ویب پاڼه/ د پي ډي ام چې مشري يې مولانا فضل الرحمن کوي او عمران چې دولت يې لاس کې دی ناندرۍ روانې دي عمران خان پښتونخوا ته تللی او د کوز دير په سيمه کې يې يوې جلسې ته خبرې کولې او پر مولانا فضل الرحمن يې سخت انتقادونه وکړل خو ويې ویل چې نور ورته ډيزلي نه وایي ځکه چې باجوه ورته ویلي.‌
وړاندې چې کله عمران خان فضل الرحمن ته ډيزلي ويل نو ده دا خبري د کوڅه ډب او لوپر سړي کار وباله.
په کوز دیر سیمه کې عمران خان نواز شریف، زرداري او مولانا فضل الرحمن غله او لاس پوڅي وبلل او سخت انتقادونه يې پرې وکړل.
عمران خان وويل باجوه په ټلیفون کې راته وويل چې ګوره مولانا ته ډيزل مه وايه ما ورته وويل چې زه نه وایم مولانا ته خلک ډيزلي وايي.
هغه وويل چې دې کسانو پر هېواد ۳۰ تر ۳۵ کاله حکومت وکړ لویو قدرتونو ته يې سرټيټ قرضداره يې کړ، او پر پاکستان يې د امریکا ډرون بريدونه هیڅکله ونه غندل.
د نواز شریف لور مريم نواز پر خپل ټويټر لیکلي “غصه، پارېدل، ګواښونه، ښکنځاوې، ناوړه ژبه، وارخطا شوی که نه؟
په پاکستان کې پر سیاسي کړکېچ سربيره اوس مالي بهران د دې هېواد راتلونکی ننګوي په اوس مرحله کې پاکستان يوازي په نړیوالو پورونو باندې ځان چلوی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro