د تالبانو تعريف عمومي عفوه، يو الهي نعمت او له زړونو يې نفرتونه ومينځل
خبريال ویب پاڼه/ اوه مياشتې کيږي چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي او له دې سره د تالبانو مشر شيخ ملا هی بت الله اخند عمومي عفوه اعلان کړه که څه هم له دې عفوې څخه څخه يو شمېر تالبانو سرغړونه وکړه خو ځینو يې دا امر په ځان واجب وګڼی.
د کابل امنيه قوماندانۍ ویاند خالد زدراڼ د عمومي عفوې د فرمان په اړه يو ښه او عجب برداشت وړاندې کړ.
هغه دا په ډاګه کړه چې افغانان يو د بل وروڼه او په منځ کې بد بينۍ نلري ولې وختونو سره جدا کړي ول.
خالد زدراڼ وويل” يو داسې کس چې ۱۴ کاله زما په وړاندي وجنګېد زما پر کور يې عمليات وکړ په دې تحولاتو او انقلاب کې هغه ماته مخې ته راغلی ماته يې موټر را وست، ځينې کسان وایي چې د تالبانو عفوه سیاسي وه خو زه وايم چې دا عفوه سیاسي نه بلکې اسلامي وه، ځکه دا عفوه اسلامي وه چې الله له دې څخه رڼا جوړه کړي او زما له زړه څخه هغه کرکه پرې ورکه کړي، زما انتقام چې د دښمن په وړاندې مې لاره هغه تیارې یې پرې رڼا کړې، هغه کس چې زما په مقابل کې يې وسله پورته کړې وه هغه اوس زما سره پر يوه دسترخوان ډوډۍ خوري او زما د موټر ډيوري يې وکړه زه يې تر خپل کوره ورسولم.
عمومي عفوه که چیري يو شمېر تالبانو ترې سره ونه نه وای کړې او ښه عملي شوې وای نو نړۍ ته یو مثال کېدی اوس هم هغه افغانستان ته ژمن تالبان چې لا هم پر دندو دي پر دې ټينګار کوي چې ټولو افغانانو ته هغه که هرڅوک دي بايد ورته احترام وشي.
د تالبانو مشر شيخ ملا هی بت الله اخند څو ځله پر خپلو جنګياليو ټينګار وکړ چې د تير دولت ملکي او نظامي مامورينو ته بايد زيان وا نه ړوي خو بيا هم ځينو خپل سرو تالبانو دا کار وکړ
Comments are closed.