The news is by your side.

د تير حکومت يو شمېر غړو او سياسونو تازه د تالبانو ملاتړ اعلان کړی

خبريال ویب پاڼه/ د تالبانو له واکمنۍ ان اته مياشتې پوره کيدونکې دي خو تراوسه دوی د حکومت لپاره داسې څه نه دي ترلاسه کړي چې له مخې يې مشروعيت او رسميت تراوسه کړي.
تالبان اوس په دې لټه کې دي چې داخلي محلي او ملي مشروعيت ترلاسه او ځان نړۍ ته ښه ثابت کړي.
اوس تازه يو ليک رسنيو ته په لاس ورغلی چې پکښې ښکاري د پخواني حکومت يو شمېر غړو او نورو سياسي څېرو د امريکا له ولسمشر جو بايډن څخه غوښتې چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دي خلاصې او د افغانستان بانک ته ورکړي دوی دا زمواري هم اخيستې چې د افغانستان بانک مستقل دی.
په دې ليک کې فاطمې ګيلاني، سلطان برکت، سلام رحيمي، محمد عالم ایزدیار، حبيبې سرابي، نادر نادري،عبدالقهار عابد، جاويد لودين، شاه ګل رضايي، ادريس زمان او داسې نورو کسانو پرې لاسلیکونه کړي.
که چیري دا ليک بايډن ته ونه هم رسيږي یو شمیر کسان دا ليک د تالبانو د داخلي مشروعيت هڅه بولي ځکه چې د کنګل پيسو خلاصون اوس چې تالبان په واک کې دي د دوی په ګټه او له دې به ګټه واخلي.
امضا کوونکو په خپل لیک ويلي چې د دې پيسو د بنديدو له امله اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او د تالبانو حکومت نشي کولای د دولتي مامورينو معاشونه ورکړي.
تراوسه مالومه نه ده چې دا لیک به تر بايډنه ورسيږي هغه به يې ومني او که نه؟
خو د افغانستان د مرکزي بانک په هکله اندېښنې دا دي چې مستقل نه دی او تالبانو تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.
والستريټ ژورنال په خپله تازه لیکنه کې ويلي چې تالبانو د افغانستان بانک دويم کس يو نړیوال تروريست چې په تورو لیستو نو کې کرار لري.
دې ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې په دې سره د افغانستان بانک نړیوال باور هم له مينځه تللی شي.

Comments are closed.