دط/الب ملیشو جالب امیر او جالب فرمانونه
خبريال ویب پاڼه /له تيرو نهو میاشتو راهیسي د افغانستان اقتصادي وصعیت سخت ترینګلي حالت ته رسيدلی دی.
نهه میاشتي وړاندي کله چې جمهوري نظام سقوط وکړ ، د همدې نظام له سقوط سره همهاله په افعانستان کې بحران هم پیل شو.
د ټولو دولتي او نا دولتي ادارو کارونه پر ټپه ودريدل چې له امله يې په زرګونو افغانان بې دندي او بې کاره شول چې د ډيريو افغانانو ژوند يوازي پر همدې دنده ولاړ وو.
دا دی ننه میاشتي پوره کيږي خو په افغانستان کې بحران ورځ په ورځ زياتيږي.
افغان وګړي له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي. په افغانستان کې د بې کارۍ او بې روزګارۍ کچه اوج ته رسيدلۍ ده بل خوا د ط/ الب ملیشو حکومت هم په نړيواله سطحه هيڅ يوه هيواد په رسميت نه دی پيژندلی.
په افغانستان کې بشري ناورین تر دې حده پورې رسيدلی دی چې افغان وګړي مجبوره شوي چې د خپل بدن غړي خرڅ کړي.
په هرات او يو شمیر نورو ولايتونو کې په سلګونو افغانانو د مجبورۍ او ترینګلي اقتصادي وضیعت له امله خپل پښتورګي په ډيره ارزانه بيه خرڅ کړي دي.
که په افغانستان کې روان ناروين همداسي روان وو لري نه ده چې په دغه هیواد کې به يوه لويه بشري فاجعه رامنځته شي.
ملګرو ملتونو هم په خپل يوه را پور کې د افغانستان وضعيت انديښموونکی بللی او له نړيوالو يې غوښتي چې افغانانو نورو بشري مرستي وکړي کنه دا هیواد به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي چې مخنوی به يې بیا ډير سخت کار وي.
د خوړو نړيوال سازمان پرون په يوه خپاره کړي ټويټ کې وويل چې په افغانستان کې لس ملیونه کسان د خوړو له سخت کمي سره مخ دي.
ياد سازمان دا هم ويلي چې په تیرو څو میاشتو کې يوازي په ذريو ولایتونو کې دوی يو ميليون کسانو ته غنم او اوړه ورکړي دي.
د ط/ الب ميلشو حکومت ددې پر ځای چې د افعانستان ترینګلي اقتصادي حالت ته پام وکړي بلکې دوی په وړو ، وړو مسلو پسې را اخیستي ده.
د افغانستان خلک له لوږې مرې خو دوی بیا پرې ډول ډول بنديزونه لګولي دي.
اوس په ټول افغانستان کې هیڅ ښځنه کارمندي ته احازه نه ورکول کيږي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي ځکه ط/الب ملیشي باور لري چې د ښځو له خوا کار کول ګناه کبیره ده.
په افغانستان کې د ښځو په تعلیم هم بنديز لګيدلی دی.
په دولتي ادارو کې ټول ط/البان يا ملایان په دندو.ګمارل شوي دي چې هيڅ يو يې په کار او دنده نه پوهيږي چې له امله يې ډیری دولتي ادارې فلج شوي دي.
خلک له لوږې مري خو دط/الب ملیشو امیر پرې بنديرونه لګوي.
خلک ناروغان دي خو دوی ورته وايې چې له کوره نشي وتلي.
پرون يو ځل بیا د ط/الب ملیشو د مشر ملا هیبت الله په نامه په افغان میرمنو نوي بنديزونه ولګول.
Comments are closed.