The news is by your side.

د ملت او ط/الب ملیشو ترمنځ کرکه او تفرت اوج ته رسيدلی

خبريال ویب پاڼه/ د ط/ال ملیشو او افغان ملت تر منځ ورځ په ورځ فاصله زياتیږي ورځ په ورځ د افغانانو په منڅ کې د ط/الب ملیشو پر وړاندي کرکه پر زياتیدو ده. عام خلک د ط/الب ملیشو له حکومت څخه تر پوزې راغلي ټول افغان وګړي له دوی او د دوی له کړنو کرکه کوي.

په خپله دوی(ط/الب) ملیشې هم پردې پوهیږي چې د دوی او ولس تر منځ فاصله په زیاتیدو ده، دوی ښه پوهیږي چې عام خلک له دوی او د دوی له کړنو کرکه کوي.

تیره ورځ د ط/الب ملشو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند جنرال مبین هم ورته خبره وکړه.
ښاغلي مبین له يوه تلویزون سره په مرکه کې وويل ط/الب ملیشې تر اوسه د ولس په ژبه پوی نه شول چې ولس ته څنګه او څه ډول قناعت ورکړي.
هغه زياتوي که ط/البان عامو خلکو ته ووايې چې ږیره پریږدئ. هغوی يې خريې او که ورته ووايې ږیره وخرياست هغویې پريږدي.

د هغه په خبره اوس عام خلک د ط/البانو د غوښتنو برعکس عمل کوي چې دې کارونو ته په خپله د ط/الب ملیشو ځینو چارواکو لار هواره کړي ده.

ط/الب ملیشې غواړي په زوره په خلکو خپلي غوښتنې او مفکورې ومني هغوی کوښښ کوي د اسلام په نامه له ځانه جوړ شوي عقاید پر خلکو تحمل او ومني.

ط/الب غواړي د اسلام په نامه داسي کارونو تر سره کړي چې يوازي د دوی د پوچې مفکوري نماینده کوي هغوی ټول وزارتونه په يوه طبقه یعني ملايانو ويشلي چې تر ډيره يې یو هم په کار نه پوهیږي بلکي په هغه برخه کې هیڅ زده کړي نه لري.

ط/الب ملیشې په انجونو ښوونځي تړلي هغوی ته د علم زده کولو اجازه نه ورکوي.
ط/الب ملیشو پر افغانانو ډول ډول بنديزونه لګولي.
د دوی له لاسه د افغانستان هره اداره له فلج سره مخ ده. په کانونو چور روان دی د افغانستان په عزت او حیثیت لوبي رواني دي.
سياست ، ډپیلوماسي او ادري اصول نسته هر يو وزیر هم دی والی او قوماندان هم دی.

ط/الب ملیشې له ډیري مستي دریم او څلورم واده د لکونو افغانیو په بدل کې کوي. خو ملت او خوار افغانان په يوه ګوله ډوډۍ پسې حیران دي. کار روزګار نشته فقر، لوږه اوج ته رسيدلي.

د هغه افغان ملت مشري د پاکستان سفیر کوي چې یو وخت به يې له ډاره د افغان د نوم په اوریدو پښې لړزيدي.

نو ته وا څنګه به ملت له داسې چارواکو کرکه ونه کړي، څنګه به يې بد نه اسي څنګه به ښیرړاوي نه ورته څنکه به يې په واندي پاڅون نه کوي.

چې ملت له لوږي مري او دوی له مستۍ شرابونه اوکبانونه وهي.

هغه د ملا بجلیګر خبره: ای شرمیدلو خدای مو غرق کړه.

Comments are closed.