The news is by your side.

سياسي شعور څه شی او څومره اړین دی؟

خبريال ویب پاڼه/ د نورو شيانو په پرتله په افغانستان کې سياستوال هم په پراخه کچه پیدا کیږي. په افغانستان کې هر یو ځان سياستوال او ځان پو ګڼې نه يوازي د افغانستان په سياست بلکې په نړيوال سياست هم ځآن پو او خبر ګڼي.

په افغانستان کې له ټکسي چلوونکي نه نیولي ده آن تر عادي بزګر پورې ټول سياستوال او په سياست باندي ځآن پوه ګڼې په هر ځآی او هر وخت کې د خلکو تر منځ سياسي بڅثونه روان وي .

زه هم ډیری وخت د داسي بحثونو شاهد وم. سهار وختي چې به کله پوهنتون ته تلم په موټر کې به هر وخت سياسي بحث روان وو آن تر دې اندازې به سره ورسيدل چې له یو بل سره به تر جنګ ورسیدل. زه به حیران او ډیر وخت غلی ناست وم ځکه که مي څه ویل هم خو چا نه منل هر یوه ته ځآن تر نورو پوه ښکاریده.

ما په خپله په پوهنتون کې حقوق او سياسي علوم لوستل د نورو افغانانو په څیر زه هم د سیاست شوقي وم.
لنډه به درته ووایم موږ په سياست ځان پوو ګڼو خو يو غوره سياستوال په وطن کې نه لرو . که مو درولودای هیواد به مو داسې د ناورین په منځ کې نه وای. دیته په کتو ویلای شو چې موږ بلکل په سياست نه پوهیږي او که څوک پوهیږي هم هغوی د خپلو شخصي ګټو لپاره سياست کوي.

په افغانستان کې د تر سره شويو سياستونو څخه عامو خلکو همغسې برداشت اخیستي لکه څنګه چې په افغانستان کې تر سره شول. په افغانستان کې که له چا پوښتنه وکړي چې سياست څه ته وايې ؟ ډیر ژر به يې ځواب واورې: سياست دورواغ ، چل فریت، دوکه ده.

په رښتیا هم په افغانستان کې سیاست په همدې لارو وکارول شو. هر سياسيتوال بې شمیرې دوکې ، غلا ، فساد شوکونې له دې ملت او وطن څخه وکړي.
نو عامو خلکو ترې ځکه همدا برداشت اخیستی هغوی سياست په عمل کې ولیدل چې یوازي يو څو نفره چاغ شول، درواغ يې وویل ، چل يې وکړ او وتښتیدل. وطن او ملت يې د دوزخ په غاړه پرښود.

خو په اصل کې خبره داسې نه ده سیاست ډیره ښه علم دی بلکې موږ ټولو ته اړین ته چې په سياست پو شو د خپل ژوند د سمون لپاره تري کار واخلو.

زما په اند سياست نه درواغ دی ، نه فریب او نه دوکه ده بلکي سياست هغه علم ته وايې چې ته دا زده کړي چې ملت او وطن دې څنګه د ارام ژوند خاوند کړي. څنګه د ملت د لوږې تندې غم وخورې، دا زده کړي چې څنګه د خپل ملت د عزت او حیصیت ساتنه وکړي.
دا دې ارمان وي چې ملت او وطن مي د نړي له سرلوړو او باغزته ملتونو څخه وي.

لیکنه را اوږده شوه په لنډ د سیاسي شعور په اړه څه لیکم.

سياسي شعور هغې پوهي او هوښیارتیا ته وايې چې په سياسي ډول د سياسي غزت نفس احساس کوي او ددې احساس له امله د هغه شي د لاسته راوړلو لپاره هلي ځلي هم کوې.

سياسي شعور دا دی چې خپل هیواد د خپل کور په څیر وبولې د هیواد هر ستونزه خپله او هر څه يې د ځان وبولي.
د خپل هیواد د مالکیت احساس در پکې پیدا شي په دې پو شي چې د هیواد په هر تصمیم او هر پریکړه کې باید ملت (ځان) شامل وي.
هیڅ چاته باید دا اجازه ور نه کړي چې خپله مفکوره، عقیده او تپل شوي حکومتونه در باندي ومني.

زما په اند د ویښ ملت او يا په ملت کې د سياسي شعور پیدا کیدل دواړه يو شی.
ځکه که په يوه قوم کې د خپل هیواد مالکیت احساس پیدا شي او په شعوري ډول په دې پو شي چې د هیواد هر څه مي خپل دي د هیواد ګټه او تاوان يې ټول زما دي.
که په شعوري ډول په دي پو شي؛ کوم څه مې وطن ته تاوان رسوي او کوم څه ګټه رسولای شي حتمن به يو لوری ټاکې ، حتمن به د هغه په وړاندي دریږي چې د ملت او هیواد په تاوان يې وي او هغه څه به غواړي چې د ملت او وطن خیر يې وي پکي.

افغانستان به تر هغو جوړ نشي تر څو زموږ په خلکو کې سیاسي شعور پیدا نشي تر څو.مو ملت را ویښ نه شي.

د ملت د ويښولو يوازي یوه لار پوه او تعلیم تر لاسه کول دي.
که ملت ويښ شي هیڅ يې غلام کولای نشي، هیڅ پرې یرغل نشي کولای ، هیڅ بیا پرې خپلي خبري او فیصلي نه شي منلای.

ازداي تر پاچاهۍ لا تیری کا

Comments are closed.