The news is by your side.

راستانه شوي غله چارواکي د څه لپاره افغانستان ته راغلل

خبريال ویب پاڼه/ دې وروستيو کې د پخواني حکومت ځينې چارواکې د ط/الب ملیشو په بلنه کابل ته راستانه شول.
ط/الب ملیشو بهر ته د تللیو افغانانو د راتګ لپاره یو کمیسون جوړ کړي د هغوی په خبره ددې کمیسون د جوړيدان موخه له افغانستان څخه وتلي افغانان خپل هیواد ته راستانول دي .

خو اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ته راغلي د پخواني حکومت چاوراکي څنګه او د څه لپاره افغانستان ته راغلل. آیا له ط/البانو سره يې کوم تعهد کړی کنه دغه چارواکي د کوم پرتوکول په اساس افغانستان ته راغلل.

په تازه راغلیو چارواکو کې د ترانسپورت وزارت معین حسن مبارک ، د پوهنې او د پارلماني چارو پخواني وزیر ، فاروق وردګ او د افغان پوځ پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري شامل دي.

د يادولو وړ ده چې ياد راستانه شوي چاوراکو په خپله د راتګ پلمې لټولي دیته په تمه وو چې څنګه به افغانستان ته ولاړ شې ، څوک به افغانستان ته د ورتګ اجازه ورکړي . دا ځکه ددې چارواکو په افغانستان کې ډيره سرمایه او کاروبار پاتي وو په سلوګونو کورونه ، مارکیټونه او ځمکې يې پاتي وي.

هغوی د خپلې مجبورۍ له مخې افغانستان ته راستانه شول . دوی نه د ط/البان په کیسه کې دي چې د دوی په راتګ به د هغوی حکومت ته داخلي مشروعیت ورکړي او نه د ملت په کسه کې دي چې د خپل ملت له ارمانونو سره يې لوبې وکړي بلکي دې چارواکو ته يوازې او يوازي خپلې شخصي ګټي مهيمې دي.

ددې چارواکو په راتګ کې څه ګټه ده؟

ددغو او دیته ورته چارواکو راتګ افغانانو ته نه يوازی ګټه لري بلکې د افغانستان خلکو ته یې سخت زیان رسیږي ځکه دغه کسان په فساد ککړ او له افغانستان څخه د ملییونونو ډالرو په غلا تورن دي اوس دوی غواړي ځانونه له حساب خلاص او ځان پاک وښيي.

د داسې چارواکو په راتګ کې ګټه د ط/الب ملیشو او همدې چارواکو ده ځکه ط/البان غواړي د دوی په مرسته خپل داخلي مشروعیت تر لاسته کړي او ياد چارواکې بیا له همدې موقې نه په استفادې غواړي خپل سرمايه خوندي او د تل لپاره خآن مصعون ثابت کړي.

اوس هم په يادو چارواکو د غلا او فساد تورن شتون لري . چې د سیګار او نور څیړنيزو ادارو له خوا په فساد تورن پیژندل شوي دي.

Comments are closed.