The news is by your side.

بلوڅ مجاهدین او د پاکستان مرتد پوځ

خبريال ویب پاڼه / بلوڅ مجاهدين د هغو ویښو بلوڅ ځوانانو غورځنګ دی چې د پاکستاني پوځ پر خلاف د خپلي خاوري د ازادۍ لپاره جکړه کوي.

بلوڅ محاهدين دا غورځنګ تر ډيره د پاکستان په بلوچستان ايالت کې فعالیت کوي.
د ياد غورځنګ له لوري پر پاکستاني پوځ مرګوني بري دونه کیږي.

پرون هم د ياد غورځنګ له لوري پر پاکستاني پوځیانو مرګونی بريد شوی.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو اداري څخه په يوه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د بلوڅ وسله والو او پاکستاني پوځ ترمنځ درنم
منځ جګړه رامنځته شوي چې په ترڅ کې يې ګن شمير بلوڅ وسله وال او ۴ پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.

د پوځ له خوا په دغه خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې ياده نېښته هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستاني پوځ غوښتل د بلوچيستان په سینګي سيمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د تره ګرو خلاف علميات تر سره کړي .

دغه خبرپاڼه زياتوي چې د بلوچستان په نوشکي او اوران سیمه کې هم د بلوڅ وسله والو فعالیتونه زیات شوي دی چې پاکستاني او نورو امنتي ادارو ته يې سرخوږی پيدا کړی .

بل خوا بيا د بلوچستان له کوټي ښار څخه د ضيا لانګو په نامه د يادې سمې يوه اوسيدونکي خبريال ویب پانې ته د تلیفون په کرښه وویل چې په ياده سمه کې ډیری وخت د پاکستاني پوځ او نيمه پوځيان[ایف سي] باندی مرګونه بریدونه کیږی د هغه په خبره چې دد معلومات ښيۍ چې پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي د. ښاغلی لانګو زياتوي چې په نن برید کې د پاکستاني پوځيانو ۲ موټرونو ویجاړ شوی او له ۱۰ زیاتو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

ضيا لانګو زياتوی چې د پاکستان پوځيان له بلوڅانو سره سخت ظلم کوی چې دا د دوی د ظلم پايله ده چې بلوڅ ملت يې په وړاندي وسله راپوته کړي ده او تر هغې به ارام نه کینې تر څو چې د پاکستان له مزدو پوځ څخه خبله ازادی نه وي اخیستي .

د یاده ولو وړ ده چې څو اونۍ مخکی هم د بلوڅ مجاهدینو او پاکستاني پوڅ ترمنځ سخته جګړه رامنځته شوي وه. يادې جګړې څو ورځو دوام وکړ بلوڅ مجاهدینو له پاکستاني څخه پوستي هم ونیولې .

هیره دې نه وي چې بلوڅ مجاهدینو د پاکستاني پوځ له کلونو راهیسې وسله واله مبارزه پیل او وخت نا وخت په پاکستاني پوځ او نورو امنيتي ادارو سخت مرګوني بريدونه کوی .

باید وویل شي چې د پاکستان د پوځ او استخبارتی ادارې له لوري په زرګونو بلوڅان تری تم شوي چې د ډیرو هغوی يې د مرګ او ژوند پته نه لګیږي.
بلوڅ مجاهدینو په دې شعار جګړه پيل کړی چې تر هغو به دپاکستاني او پوځ او حکومت پر ضد جګړه کوی تر څو چې خپله سيمه له د پوځ له ولکې خلاص کړې.

 

Comments are closed.