د لوړو زده کړو سره د مبارزې وزیر نوي څرګندوني

خبريال ویب پاڼه/ د ط/الب ملیشو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر چې اوس مهال په افغانستان کې له لوړو زده کړو سره د مبارزې په وزیر مشهور دی.
تازه څرګندونې کړي دي

شيخ عبدالباقي حقاني پرون يوې خبري ناستي ويلي چې غواړي د هیواد د پوهنتونونو درسي سيسټم بدل او نوي اسلامي موضوعات پکې ځای پر ځای کړي.

شيخ حقاني زياته کړه چې وزارت کوښښ کوي د افغانستان په سطحه نوي دیني مدرسې جوړې کړي چې په زرګونو زده کوونکي به پکې زده کړه وکړي.

د هغه په خبره چې په دیني مدرسو کې به د درس تر څنګ جنګي تمرینات هم تر سره کیږي.

باید وويل شې له کله چې ط/الب ملیشې پر افغانستان واکمن د افغانستان د نورو برخو تر څنګ تعلیمي نظام هم له فلج کیدو سره مخ دی.

د ط/الب ملیشو له لوري د پوهنتون په استادانو ، محصلینو او کارمندانو باندي ډول، ډول بنديزونه لګولي چې له امله د افغانستان تعلیمي نظام ډير سخت ټکنی شوی.

تیره میاشت د شیخ حقاني په نامه یو مکتوب رسنيز شو چې پکې لیکل شوي وو هغه استادان نشي کولای ترفع وکړي چې د جمهوریت په وخت کې له حکومت سره کار کړی وي.
او هغه استادان هم ترفع نشي کولای چې په مخکني وختونو کې يې هغه محصلین ځورولي چې له ط/الب ملیشو سره يې لاس درولود او د هغوی جاسوسي يې کوله.

اوس دا کوښښ روان دی چې د افغانستان تر ټولو معتبر پوهنتون د کابل پوهنتون په مدرسه بدل کړي.
د شيخ حقاني له لوري د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې په محصلینو سخت بندیرونه لګول شوي.

دولتي پوهنتونو ته په اونۍ کې درې ورځي انجوني او درې ورځي هلکان درسونو ته ځي.
د وزارت يادي پریکړي استادان او محصلین سخت زړه توري کړي هغوی چې دوی نشي کولای د دوو ورځو درس په يوه ورځ زده کړي.

د ياد پلان له مخې د سهار له اتو درس پیل کیږي تر مازیګره باید په پوهنتون کې پاته شي.

د ط/الب ملیشو په حکومت کې تر ټولو زیانمن شوي اداره د لوړو زده کړو وزارت دی چې وزیر يې شیخ عبدالباقي حقاني دی.
ښاغلی حقاني په افغانستان کې له لوړو زده کړو مبارزې په نامه مشهور شوی.

شیخ حقاني تر دې مخکې په پاکستان کې اوسیدو نهه میاشت وړاندي هغه وخت کابل ته راستون شو چې کله ط/الب ملیشو کابل ونیو.

څو ځله په ټولنیزو رسنیو کې د شيخ حقاني په وړاندي افغانانو د هغه د لري کولو لپاره کمپاین شوی.
عام افغانان له ط/الب ملیشو غواړي ژر تر ژره دې شیخ حقاني د وزارت له دندي ګوښ کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro