The news is by your side.

د افغانانو د غوښو پر سر د چين او امارت يارانه

خبريال ویب پاڼه / له کله چې ط/الب ملشې پر افغانستان باندي واکمن شوي چين کوښښ کوي چې د افغانستان په مسله کې ځان داخل او د افغانستان په رګ ، رګ کې ننوځي.

کله چې جمهوریت سقوط وکړ د ناټو قواوې ووتې د امریکا او.نړيوالي ټولني له افغانستان څخه لاس لنډ شو . چپن ته میدان خالي شو. چين د خپل همیشنی همکار پاکستان په مرسته له ط/الب ملیشو سره خپلي اړیکې پیاوړي او ټینګې کړي. ځکه چين ته خدای ښه فرست په لاس ورکړی وو هغوی هم له همدي فرست نه تر دې دمه ښه ګټه اخیستي.

د چین په دې بخت برابر دی چې يو خو د امریکا او نړيوالي ټولني اثر او نفوذ نشته او بله خوا ط/الب ملیشي دومره ساده دي چې له ايت کرسي بغير يې نه په دین کې څه زده دي او نه په سياست کې.

چين اوس غواړي د سمي په سطحه تر ټولو لوی د مسو کان را وسپړي او په ډیره ارزانه بیه يې له افغانستان څخه واخلي.

د چين چالاکي او د ط/الب ملیشو ساده ګي د افغانانو غوښو ته ښه بازار جوړ کړی.
چين هیواد مخکي هم څو ځله کوښښ وکړ چې د مس عینک پر کان کار وکړي خو چې ويې لیدل افغانان نشي خطا کولای له ياد قرار داد څخه په شا شو.

دا دی د جنت بخت بیداري وکړه ط/الب ملیشې پر افغانستان واکمن شول اوس به چین په ډیره ارامه او ډاډه زړه د افغانستان میس او نور کاني توکي په ډیره ارزانه بیه له افغانستان څخه وړي.

چين به نه يوازي د افغانستان په کانونو بسنه وکړي بلکې ددې هیواد سياست ته په کتو شاید د افغانستان ځینې برخي تر خپل مستقم کنټرول لاندي راولي.

چين د نړۍ له هغو هیوادو څخه شمیرل کیږي خپل استسماري سياست د اقتصاد پر مټ پر مخ بیا يې. چين د غریبو په شمنيو خيټه اچوي او له دې لاري غواړي چې وروسته پاتي هیوادونو د تل لپاره تر خپل کنټرول او تاثير لاندي را ولي.

 

چين غواړي په افغانستان کې خپل اغیز په هر اړخيز ډول پیاوړی کړي. اوس تازه د چین هیواد له لوري په کابل کې یو تلویزون هم جوړ او په کار يې پیل وکړ.

که د افغانستان يوازیني شتمني (کانونه) هم لوټ شي او دا غریب هیواد نور هم د چین د اقتصادي یرغل تر پښو لاندي شي لري نه ده افغانان به تر سريلانکايو په سخت حالت کې قرار ولري.

د خدای روی ومنئ د افغانستان حیثت ، عزت او شتمنۍ مه لوټئ.

Comments are closed.