The news is by your side.

ط/الب ملیشو ولي دوهم او دریم واده کولو ته مخه کړي ده

خبريال ويب پاڼه /شاید د ط/الب ملیشو له ډیرو جالبو او نادودو کیسو خبر یاست له کله چې هغوی په افغانستان واکمن شوی.

په پښتو کې یو متل دی وايې : د نادیده کره غوا لنګه وه غوسکی يې د بام په سر درولی وو. په اوسني حکومت کې هم داسې ط/الب چارواکي شتون لري چې په نقشه کې د افغاستان نوم نه شي پیدا کولای.
د ط/البانو د ریس الووزرا له ژوند او کیسو به شاید خبر ياست چې هغه د افغان ملت مشري په څه ډول کوي.
د رییس ولوزرا مبارک تفداني خو به مو لیدلي وي چې د کابینې په هره غونډه کې د هغه مبارک و مخته ایښې وي.
د ریس الوزرا ملا اسن اخوند له زرینو اقوالو به خبر یاست چې ملت ته يې په خپله عالمانه وینا کې وویل چې که غواړئ افغانستان پرمنځتګ وکړي نو خدای ته بخاري ووهئ.

د ط/البانو له نا معلوم امیر او مشر خو به نو حتمن خبریاست چې نه یې له يو عکس څخه پرته بل عکس شته او نه دی چا لیدلی دی خو په نامه يې هره ورځ فرمانونه صادریږي .

بس چې له واورې څومره غږیږې هغمومره سړه ده د ط/الب ملیشو د کومی کارنامي يادونه به سړی وکړي.
ددې چې پاکستان ته د افغان پوځ ټولي وسلې او مهیمات واړول ، ددې چې مشرتوب يې د باکستان سفیر کوي ، ددې چې نه پکې عسکر معلوم دی، نه قوماندان نه وزیر او نه والي ټول د هرې برخې متخصصن دي .

خو اوس بيا د ط/الب ملیشو دویم او دریم ودونو ته مخه شوي ده هر یو چارواکی دریم او څلورم واده کوي.
واده یې بیا په داسې شاندارو مراسمو تر سره کیږي چې په هر واده کې باید له پیکا نه نیولی تر هر ډول وسلې پوري ډزې پرې وشي .

ط/الب چارواکي د بیب مال په روپو نوي ، نوي ودونه کوي هر ط/الب چارواکی د لکونو افغانیو په بدل کې دریم او څلورم واده کوي.

په ط/الب ملیشو کې تر ټولو لومړی د کندهار والي حاجی وفا دویم واده وکړه ښاغلي وفا ياد واده په ۵۰ لکه افغانۍ وکړ.
حاجي وفا یوه ۱۶ کلنه نجلۍ د هغې له خوښې پرته ځانته په نکاح کړه ځکه کورنۍ د روبو په بدل کې راضې کړه خو د انجلۍ خوښې ته هیچا ونه کتل .

له دې وروسته د هر ولایت والي ، قوماندان ، وزیر ، معين او ریس صاحبانو په دریم او څلورم ودونو لاس پوري کړ.

د هر ط/الب چارواکي د واده مصرف له ۸۰ نه تر سلو لکو پوري رسیږی چې دا ټولي د دولت او ملت روپۍ دی چې ط/الب ملیشو غلا کړي دي.

د ط/الب ملیشو نکاح باطله او زامن به حرامیان وي. دا ځکه چې لومړی خو چې هر ط/الب چارواکی له کومی انجلۍ سره نکاح تړي د هغې خوښه پکې نه اخستل کیږي. په اسلام کې چې له طرفینو د یوه طرفه خوښه نه وي هغه نکاح ناسمه بلکي باطله ده.
او بله دا چې ط/الب ملیشو دغه ودونو د ملت او بیت مال په روپو کړي چې د دوی خپلې نه بلکې د افغان ولس دي چې په پرديو روپو نکاح کول حرامه ده.

Comments are closed.