The news is by your side.

عام افغانان: په غلا او فساد ککړ فاروق وردګ بايد محاکمه شي

خبريال ویب پاڼه / د جهوریت له پخوانيو چارواکو څخه چې د ط/الب ملیشو په بلنه افغانستان ته راستون شوی د پوهني او پارلماني چارو پخوانی وزیر فاروق وردګ هم دی. چې د ط/الب ملیشو د ارتباط د کمیسون له لارې افعانستان ته راشتون شو.

ښاغلی وردګ د جمهوریت له هغو چارواکو څخه دی چې په ډیرو مهیمو بستونو يې کار کړی او له پیله تر پايه د جمهوري نظام يو کارمند پاتي شوی دی.

د فاروق وردګ کیسه هغه وخت په رسنيو کې ډیر مشهوره شو چې ښاغلی وردګ د حامد کرزي په دوره کې د پوهنې وزیر وو. وردګ هغه مهال د ملیونونو امریکا يې ډالرو د غلا او فساد په تور تورن او له دندې ګوښ شو.

قاروق وردګ له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۴ پوري د اساسي قانون په لویه جرګه کې هم مهیم کرادر درلود.

فاروق وردګ د خپل سیاسي ژوند په بهیر کې په زیات فساد او غلا تورن شوی وو.
د امریکا له لوري د څار ځانکړي اداري سیګار په خپل يوه راپور کې په فاروق وردګ د میلونو ډالرو د غلا تور پورې کړ.
د سيګار په راپور کې راغلي وو چې د فاروق وردګ په وخت کې کله چی دی د پوهنې وزیر وو په افغانستان کې ډیری داسي خيالي ښونځيو شتون درولود چې په حقيقت کې هیڅ وو نه خو فاروق وردګ يې بودیجه او لګښت اخیستی وو.

 

همدا زار د ملګرو ملتونو د څار ادارې (یو این او ډی سې) هم په خپل راپور کې په فاروق وردګ د پراخ فساد تور لګولی وو.
ددې ادارې په راپور کې ويل شوي وو چې د ښاغلي وردګ له لوري په پوهنې وزارت کې پراخ فساد شوی.

زیات شمیر خیالي ښوونځي او استادانو د فاروق وردګ له لوري ګمارل شوي وو چې روپۍ يې ښاغلي وردګ اخیستې.

د ياد ولو وړ ده چې د فاروق وردګ له لوري هر ولایت ته يو ځانکړی کس معرفي شوی وو چې د همدې وزارت اوړند کارونو د هغه کس تر څارنې لاندي تر سره کیده.
فاروق وردګ به د هر ښوونځي په جوړيولو کې خپله معلومه برخه اخیسته.

د فاروق وردګ په اړه د فساد قضيه هغه وخت ونه څیړل شوه په ده لګیدلي تورونه همداسي پاتي شول.
خو هغه وخت بیا ښاغلي وردګ په ځان لګیدلي تورونه رد کړل او ويې ويل چې دی په فساد او علا کې لاس نه لري.

باید وويل شي چې فاروق ودرګ د جمهوریت له سقوط نه وروسته خارج ته وتښتید خو له نهو میاشتو ځنډ وروسته بیرته افغانستان ته راستون شو.

عام افغانانو تل دا غوښتنه درلوده چې له دې ډول کسانو سره باید حساب وشي او د عدالت منګولو ته راکش کړل شي.

Comments are closed.

koi finance