fbpx

دوحه :د طالبانو او امريکا ترمنځ خبري وځنډېدې 

 

په قطر کې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ خبري ځنډې دلي دي.
د طالبانو يوې لوړ رتبه سرچينې خبريال ويب پاڼې ته وويل چې د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ پرېکړه شوې وه چې د مارچ په وروستۍ اونۍ کې به يوځل بيا خبري پيلوي ، خو دم کړی د زلمي خليلزاد په مشري امريکايي پلاوي دا خبري ځنډولي دي .
د خبريال سرچينه وايي چې تراوسه لا د خبرو د ځنډ دقيق علت نه دی روښانه ، البته دا غونډه تر نا معلوم وخت پوري ځنډېدلې ده .
د طالبانو سرچينو د غونډي د ځنډ خبر په داسي حال کې ورکړ چې د افغانستان حکومت د سولي خبرو ته د ننوتو هڅه کوي ، خو طالبان ورسره خبري نه کوي.
که څه هم د افغان حکومت او د امريکايي مرکچي پلاوي ترمنځ د اړيکو بې باوري شتون لري ؛ خو داسي ښکاري چې امريکايان او طالبان تربل هروخت يوبل ته نېژدې شودي .

تیره فیبرورۍ میاشتي پر ۲۵ نېټه د امریکا او طالب لورو ترمنځ خبرې پیل شوې چې پوره ۱۶ ورځې يې دوام و کړ او کومې هو کړې چې پکښي شوي په روښانه ډول رسنیو ته څه نه پکښي ویل شوي.

خو یو شمېر مالوماتو ښودلې چې دواړه لوري یو شمېر توافقاتو ته سره رسیدلي وو او هیله يې ښودلې چې  پر پاتي موضوعاتو  باندې په راتلوونکي میاشت کې خبرې وکړې چې باید په روانه میاشت کې ترسره شوې وای.

تر دې  ناستې وړاندې هم شپږ ورځې مسلسل په دوحه کې د طالبانو او امریکایې استازو ترمنځ په مهمو مسایلو خبرې شوې وې  چې د مالوماتو له مخې په ډیری مسایلو باندې سره موافقې ته رسېدلي خو او د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ ناسته د فیبرورۍ په ۲۵ نېټه بیا پیل شوه.

 

Loading...