د کوټي له نانوايې د ترافیکو تر مدیرته

خبريال ډاټ کام / د ط/الب ملیشو د حکومت ډول ، جوړښت او هر څه له نورو بیل او جلا دي.
د ط/الب ملیشو د سياست او حکومتولي جوړښت د نورې نړۍ څخه بیخي بیل او جالب دی. ط/الب ملیشې مشر او امیر لري خو تر اوسه چا ونه لید. د ط/الب ملیشو د حکومت لومړی وزیر (ریس الوزار) يو ډير عادي ساده پیاده سپین ږیری دی. په سياست چې آن د خپل ژوند په سمون هم نه پوهیږي.

ط/الب ملیشو پلازمینې کابل لپاره چې د افغانستان تر ټولو.ګڼ نفوسه ښار دی داسي يو څوک ددې ښار د ترافیکو د مدیر په توګه ټاکلی چې شين بې سواده او په هیڅ نه پوهيږي.

داسې يو کس د ترافيکو د مدير په توګه ټاکل شوی
چې د ط/الب ملیشو تر واکمنيدو څو وروځي مخکي د پاکستان د
کوټې ښار د نانوايانو د مشر په توګه دنده تر سره کوله.

دغه ټاکنه له هغه وروسته بربنډه شوه چې په يوه سپينه پاڼه ليکل شوی مکتوب ټولنيز رسنيو ته را ووت په مکتوب کې ليکل شوي وو چې مولوي خيال محمد غاور د کابل ښار ترافيکو د پخواني مدير پر ځای نوي مدير په
ټاکل شوی دی .

داسې ؤيل کيږي چې مولوي خيال محمد دغزني ولايت اوسيدونکی دی خو اوس مهال يې کورنۍ د کوټې ښار په پښتون اباد سيمه کې اوسيږي.

ښاغلي غاور که څه هم عصري علوم هيڅ نه دي لوستي خو ديني علوم يې هم پای ته نه دي رسولي.
له کوټي ښار نه خبريال ویب پاڼې ته په راليږلي پيغام کې د ذبيح الله په نامه يوه افغان ويلي چې مولوي خيال محمد د پاکستان د څارګري ادارې ای ايس ای سړی وو د ذبيح الله په خبره د کوټې نانوايانو نه غوښتل چې مولوي خيال يې مشري وکړي خو د هغه په خبره مولوي خيال د پاکستاني پوليسو په زور نانوايان دېته مجبور کړل چې د هغه مشري ومنې.

ذبيح الله په رالیږلي پيغام کې دا هم ويلي چې تير کال د کوټې ښار ګڼ شمير نانوايان د مولوي خيال پر ضید راپورته شوي وو تر څو په وهلو ډبلو له هغه ځان خلاص او له واکه يې لرې خو ښاغلی غاور د پاکستاني پوليسو په مرسته له وهلو ډبلو خلاص شو.
مولوي خيال محمد غاور چې په غواير مولوي صيب مشهور دی په کوټې ښار کې د طالبانو لپاره د چاندې را ټولوولو مسول هم وو.

خیال محمد چې په غاور مشهور دی اوس مهال هم دوه نانوايوي د کوټي ښار په جان محمد روډ او ګل منډۍ چوک باندي لري.

بايد وويل شي چې ط/البانو په خپلو اعلاميوکې ويلي وو چې دوی به ټول حکومتي چارواکي په خپلو دندو کې پريږدي بلکي د داسي حکومت د جوړيدو لپاره به ګامونه ه پورته کړي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ او افغانان پکې ځانونه وګوري خو په دې وروستيو د طالبانو ټاکنو خلک سخت ناهيلي کړي دي.
د طالبانو له خوا په ټولو مهيمو بستونو و ملايان ګومارل شوي دي چې تر ډیره يې یو هم په کار نه پوهیږي.

 

 

 

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More