The news is by your side.

آيا غواړئ د تل لپاره ژوند وکړئ

 

خبريال ویبپاڼه/ ښه به دا وي په لومړي سرکې دا ولیکم چې ولي مجبور شوم دا لیکنه وکړم ما غوښتل د يوه ملګري په ا نځور او فوسټ تبصره وکړم خو خبره رانه لنګه شو د تبصرې پر ځای لیکنه رانه ولیکل شوه ؛
راځم اصلي موضوع ته

که غواړئ تل ژوندي پاتي شئ د ژوند ټولي خاطري مو له ځان سره په تصويري يا لیکلي بڼه ثبت کړئ تصوير اخستل که څه هم اسانه او هر څوک يې اخستلای شي خو لیکل بیا لیږ ګرانه او د هر چا د وسې کار نه دی.

لیکل او لیکوالي هم علم دی او هم هنر؛ که څه هم ځینې کسان ډير پوهيږي حتی ماسټري او دوکتورا هم لري خو لیکل نشي کولای ځینې بیا لیکل او لیکوالي کولای شي خو هغسي موضوع نشي څيړلای لکه هغه څوک چې له دې هنر سره علم هم لري.

زما په آند د لیکوالي علم او هنر هغه وخت څوک تر لاسه کولای شي چې د مينې، علاقې او شوق نيلي يې تر پوړي نيولی وي.

که څوک غواړي غوره لیکوال شي او د تل لپاره ژوندی پاتې شې باید د خپل ژوند د خاطرو په لیکولو لاس پورې ځکه دا چاره زما په نظر بيلابیلې ګټې لري.

له رواني پلوه

لومړی دا کار له رواني پلوه په انسان مثبت اثر کوي ځکه ډیری وخت موږ له تیرو پيښو هغه وخت ځوريږو چې هغوی ته مو له ذهن نه د وتلو لار نه وي ورکړي.

ويل ، لیکل او رسم کول له ذهن څخه د هغو پیښو د وتلو لاري دي چې غواړو له خپل ذهن نه يې وباسو.
د داسي پيښو او خاطرو په لیکلو مو د ذهن بوج او افشار له منځه ځي .

ځکه يوه عامه اصطلاح ده: د زړه بوج په ويلو سپک کيږي .
روان پوهنونه وايې که غواړي د تیرو پېښو او حالاتو له شر څخه ځان خلاص کړي د زړه خبره مو خوږ او نیږدې ملګري ته ووايه يا يې ولیکه او يا که ډيره مهيمه وي چاته يې نشې ويلای باید اوبو ته يې ووايې ځکه له خولې د خبرو له وتلو سره له ذهن څخه هم وځي.

له ټولنیزه اړخه

خپلې خاطر‌ې يا داښت لیکل به مو د شخصت په وده کې در سره ډیره مرسته وکړي ځکه ته د خپلو خاطرو په لیکلو د فلم د سناريو لیکوونکي په څیر رول ادا کوي ته د خپل راتلونکي یعني له مرګ نه وروسته ژوند د فلم لپاره سناريو(کیسه) لیکې.

هيڅ سناريو لیکوونکی نه غواړي د خپل فلم لپاره بیکاره خرابه سناريو(کیسه) وليکي.
په دې کار سره مو شاید فکر او د ژوند لوری بیخي بدلون ومومي له وړو کارونو به لاس په سر او لويو لويو کارونو ته به مو ورپام شي په دې سره به د خپل ژوند د فلم هيرو(اتل) شې.

د خپل ژوند ډير قمیتي او ارزښت ناک شيان به مو له هېريدو څخه ژغورلي وي.

د خپلو ياداښتونو په لیدو به ډيرې سمې او مناسبي پريکړي کوي ځکه له تا سره به د تيرو ښو او بدو کړنو ښه کره ثبتونه موجود وي.

له تاريخه اړخه.
د خپل ژوند د دوران پيښې به مو د يوه عیني شاهد په توګه په رښتیاګو ثبت کړي وي.

او بله دا چې راتلونکي نسل ته به دې د خپلو تجربو پرانستی کتاب پريښی وي هغوی به هم په ډيرې اسانۍ ستا له تجربو ګټه اخلي.

شاید د یوې احساساتي پريکړه له امله له لوی تاوان سره مخ شوی يې او يا دې داسې کار کړي وي چې د ټول انسانيت افتخار وي.

تر ټولو ښه لا دا چې که راتلونکي نسل تر تا ښه ژوند درلود افتخار به کوي او په وياړ به وايې چې شکر انسانان د پرمختګ په لور روان دي.
او کنه هغوی تر تا پاتي ژوند درولود کوښښ به کوي چې ځان ستا په څير کړي.

او بله دا چې ورځنی ياداښت لیکل مو په افتصاد هم مثبت اثر کوي ددې په لیکلو به له ډير فضول خرچۍ او بې باکه مصرف څخه هم خلا ص شئ.

تر ټولو غوره لا دا چې د خپل ژوند د خاطرو په لیکلو سره به يو غوره لیکوال شئ؛ شاید يو شهکار اثر وپنځوی او ټوله نړۍ حیرانه کړئ.

 

Comments are closed.