The news is by your side.

کابل کې پرونۍ چاودنه او زما د سترګو.لیدلی حال

خبريال ویب پاپه/ پرون ماسپيښن مهال په ډیرۍ بیړۍ د ارزان قیمت په لور روان شوم دا څو ورڅي مي کار وو خو وخت مي نه درلود چې د ارزان قیمت خواته ولاړ شم او خپل کار تر سره کړم خو پرون مې زښته بیړه شوه چې نن باید خپل کار تر سره کړم او ځان بې غمه کړم.

څه باندي درې بجې وي چې ارزان قیمت ته ورسيدم ، تقریبا دوه میاشتی کیدې ارزان قیمت ته نه وم تللی خو چې ورسيدم حیران شوم ځکه د ارزان قمیت شور ماشور بیخي پیکه شوی وو. د ارزان قیمت تر ټولو په ګڼه ګوڼه ځای دوهمه څلور لاري کې هم هغه پخوانی شور نه وو پاتي د خلکو په څیرو د غم تصوير خپور وو. ډیری خلک سخت خفه وو ځکه ط/الب ملیشو ددې پر ځای چې خلکو ته کار پیدا کړي بلکې د هغوی د کار مخه يې نیولي وه.

هلته په زرګونو ولاړې ګاډۍ چې خلکو به پکې سودا خرڅوله له يوې مخې لیري کړي او بل داسي ځای ته انتقال کړي وي چې نع د دوکاندارانو زړه ورکیده چې ورشي نه د مشتريانو.

خو لنډه به يې درته کوم ، ټول خلک ناهیلي ، په ځان اخته او غمجن ښکاریدل ، زما هم زړه تنګ شو تقریبا شپږ بجې به وي چې په مرسټیډيز موټر کې کیناستم د ښار خوا ته مې حرکت وکړ.

په موټر کې د تل په څیر سياسي بحث روان وو ، خلکو په ډیر احیاط په ط/الب ملیشو نیوکې کولي، د دولتې حکومتداري خلک نه بلل د ټولو دا يوه انديښنه وه چې حالات د خرابیدو خواته روان دي.

بخت خاک څلورلاري ته په رسيدو وو چې يوه زوروره چاودنه وشوه ، ټولو سر ته لاس ونیول، ټولو په ویره کې د خیرکې! خیرک! غږونه له خولې ووتل.

له بخت خاک څلور لارې چې يو ۳۰۰ متره تیر شوه ، ومو لیذل چې په يوه مرسډیز موټر چاودنه شوې.
پکې ناست خلک په داسي ډول شهیدان شوی چې ټول په يوه مخیز ډول سوځیدلې وو. داسي چې نر او ښځه ، سپین ږیری او ځوان پکې معلومیده.

په ياد موټر کې ټول عام وګړي وو په داسي ډول سوځیدلي وو چې هیڅ چا يې د لیدو توان نه درلود ما چې ولیدل له پرون راهسي مې ذهني حالت خراب دی، ټوله شپه مي خوب نه دی کړی، له پرون راهسې ددې خلکو او د دوی د کورنۍ غم دی را سره چې څوک به څنګه خپل کورته وړې ، څنګه به پیژنې.

ما يوه دوه میرمني ولیدې چې د موټر شهید شوو کسانو په لیدو يې چیغې پیل کړي، ځینې خلک بې هوښه شول.

يو ما غوندي هوښیار راغی له ط/البانو يې وغوښتل چې د موټر په شاو خوا يوه یوه پرده يا ټوکر را تاوو کړي تر څو نور خلک يې ونه ویني. هغه ورته ویل چې ډیری خلک د زړه تکلیف لري داسي حالت نشي لیدلی.

خو ط/الب ملیشو ددې پر ځای چې د هغه غوښتنه ومنې د هغه په وهلو او ډبلو يې پیل وکړ چې ددې پیښې لیدو نور هم خلک خفه کړل.

په خپل تګ پیښمانه شوم له ځان سره مي کاشکي نه وای تللی ، کاشکي مي دا پيښه نه وای لیدلي.

نوټ: په ياده پیښه کې ما په خپلو سترګو ولیدل چې تر شلو کسان پوري شهیدان شوي وو خو ط/ الب ملبشو رسنیو ته وویل يوازي څلور کسه شهیدان شوي.

Comments are closed.