The news is by your side.

د تجار د جکړې رښتونی حالت او د ط/البانو درواغ

خبريال ویب پاڼه/ پرون د جون میاشتی په ۱۱ مه نيټه د افغانستان په شمال کې د ط/الب ملیشو او عامو خلکو ترمنځ نيښته رامنځته شوه چې په ترڅ کې ملکي وګړو او ط/الب ملیشو ته مرګ ژوبله واوښته.

جګړه څنګه او ولي رامنځته شوه؟

تیره ورځ هغه محال جګړه رامنځته شوه چې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار په ختیځ کې يوه لويه دستاربندي وه دغې دستاربندي ته د مولوي عبدالقدیر په نامه يو ملا هم عوښتل شوی ياد ملا چې په تالقان ښار کې د جامع جومات خطیب دی څو ورځي وړاندي د ط/الب ملیشو له خوا له خپلي دندي ګوښه شوی وو.

کله چي مولوي عبدلقدير د دستاربندي غونډې ته راغی ط/الب ملشو د ورتګ اجازه نه ورکوله په دغه وخت کې د ط/الب ملشو او مولوي عبدلقدير ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه ، د طالبانو د زور له امله هغه اړ شو چې غونډي پريږدې او خپل کورته ولاړ شي.

کله چې مولوي عبدلقدير له غونډي ووت په غونډه کې ګډوډي رامنځته ډیری خلک له دستار بندي ولاړل.

یو ساعت وروسته ط/الب ملیشې د مولوي عبدلقدير کورته ورغلل تر څو هغه له ځان سره بوځي خو عامو خلکو د ط/الب ملیشو مخه ونیوله د عامو خلکو او ط/الب ملیشو ترمنځ لفظي شخړه په فزيکي جګړه واوښتله.

له دواړو لوريو په يوه او بل د درنو او سپکو وسلو ډزي وشوي تر پنځلس دقیقو پوري جکړه روانه وه چې وروستو د نورو ط/الب ملیشو راتګ جګړه رامه کړه.

په ياده جګړه کي يوازي اته ملکي وګړي شهیدان او تر لسو پوري زخمیان شول.
د عیني شاهدانو له قوله چې ط/الب ملیشو ته هم مرګ ژوبله اوښتی.
د سمیې خلکو رسنیو ته ويلي چې دط/الب ملیشو هم ر تر ۱۲ نفره زيات وژل شوي دي.

ط/الب ملیشې څه وايې؟

له يادې جګړې څو ساعته وروسته د ط/الب ملیشو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته وويل چې دغه جګړه د ط/الب ځواکونو او داعش خوراجو تر منځ هغع مهال رامنځته شوه چې داعیشانو غوښتل په عامو خلکو او ط/الب ملیشو بريد وکړي.
ذبیح الله مجاهد زياتوي چې د تخار په تالقانو ښار کې د داعش يوې وسلوالي ډلې غوښتل چې يو لوی بريد تر سره کړي خو د دوی ځواکونو يې مخه نیولي ده.

باید وويل شي چې ط/الب ملیشې تل د جګړو او بريدونو په اړه درواغ وايې.
تیره په کابل کې هم يوه چاودنه تر سره چې په ترڅ کې تر شلو پوري عام وګړي شهیدان شول.
خو ط/الب ملیشو رسنیو ته وویل چې په یاده چاودنه کې يوازي دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

Comments are closed.