The news is by your side.

پر زابل د پاکستان يرغل؛ خو عامو خلکو يې په ډبرو او لرګو مخه نیولي

خبريال ویب پاڼه/ يو ځل بیا پاکستان د ط/الب ملیشو په مرسته د زابل ولایت په شلمزو والسوالۍ يرغل کړی وو چې د سمیې د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

تیره شپه پاکستاني چارواکو غوښتل د زابل ولایت شلمزو ولسوالۍ ته راشئ او هلته ځینې ساحې وګوري چې څنګه هلته خپل ځایونه او د پوځ لپاره فوستي جوړکړي.

خو د سمې عامو خلکو يې په وړاندي ډير سخت غبرګون څرګند کړ د سمیې ټولو خلکو سره له دې چې ط/الب ملیشو د هغوی ساتنه کوله . خو عامو خلکو بيا هم په هغوی د ډیرو او ګاڼو سخت ګوزارونه وکړل د سيمې ګڼ شمیر خلک را غونډ شوي ول د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول او د هغوی په موټرو يې ډبري ویشتي په هغوی يې ګوزارونه کول چې د افغانستان له پاکې خاورې باید دا نجس ووځي.

که څه هم ط/الب ملیشو په عامو خلکو ډزې کولې هغوی يې نه پريښودل چې پاکستاني چارواکو ته ضرور ورسوي خو بیا هم د عامو خلکو وطني جذبه دومره زياته وه چې د مرمیو په سره باران کې هم د پاکستاني چارواکو په موټرو ډبري ویشتي او په لوړ غږ يې ویل چې د پاکستان کافر چارواکي باید د افغانستان له پاکې خاورې ووځي.

عامو خلکو ط/الب ملیشو ته هم پیغورونه ورکول چې تاسو خو د پاکستان غلامان ياست موږ نه غواړو چې پاکستان د افغانستان پر خاوره تیری وکړي.
هغوی ط/الب ملیشو ته ویل چې تاسو د پاکستان سرتیري ياست که تاسو د مغوی مخه نشي نیولای موږ ته اجازه راکړئ چې د پاکستان د هر يرغل په وړاندي ودريږو.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان پر خاوره بربنډ تیری کوي بلکي د پاکستان له لوري په وار ، وار د افغانستان پر خاوره ير غل کړی دی.

پاکستان ډیورنډ کرښې ته څيرمه وخت نا وخت حملي د افغانستان په خاوره حملي کوي او په ځینو ځایونو کې تر خپل ټاکلی حد څخه څو کیلومتره د افغانستان خاورې ته را ننوتی.

د پاکستان له لوري وروستی بريد په خوست ولایت باندي وو چې د پاکستاني الوتکو له خوا د خوست ولایت ځینې سمیې بمبار شوې.
چې په ترڅ کې يې سلګونو افغانان شهیدان او ژوبل شول.

یادې پيښې هغه وخت سخت غبرګونه را وپارول . هغه مهال د ط/البانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي وو چې که بل ځل پاکستان د افغانستان پر خاوره تیری وکړي دوی به يې سخت ځواب ورکړي.

Comments are closed.