The news is by your side.

د ط/البانو د ارتباط کمیسون ته د شاه محمود میاخیل ځواب

خبريال ویب پاڼه/ وعلیکم سلام!حنفي صیب د پیغام نه مو مننه. ښه به وای چې پيغام مو راته په پښتو یا دري ژبه لیکلی وای ځکه زه په دواړو ژبو لیکل، لوستل او ویل کولای شم. په هر حال، په انګلیسي ژبه هم یو څه پوهیږم، نو غواړم چې ستاسې‌ پیغام ته ځواب ووایم ځکه زه د مسایلو د حل لپاره په خبرو او ډیالوګ باور لرم. له جنګ نه همیشه خبرې ښې دي. الله تعالی خپل مخلوق ته د خپل سرنوشت او ستونزو د حل لپاره مشوره ټاکلې ده. د مشورې نه وروسته بیا عزم او توکل په خدای ذکر شوی دی. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی نو په دې مسله هم بحث نه کوم چې ایا خپل هېواد یا کور ته د دعوت مسئله سمه ده او که نه؟ ځکه خپل کور ته څوک بلل کېدو ته اړتیا نه لري.

د واقعیتونو په رڼا کې غواړم چې خپل نظریات بې له تشریفاتو او ویرې له تاسې سره شریک کړم او امید دی چې ځواب هم ووایئ او خدای دې وکړي چې دا ستونزې د خپلو مشرانو سره شریکې او د حل لپاره جدي اقدام وکړئ.

حنفي صیب!

په لومړي سر کې زه د داسې کمیسونونو د جوړیدو او تګلارې سره موافق نه یم، ځکه د ډاکتر نجیب الله له حکومت نه راپه دېخوا داسې کمیسونونه جوړ شوي او څه نتیجه یې نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان بحران د یوې مرحلې نه بلې مرحلې ته لا ستونزمن او پېچلی شوی دی.

دویم، زما په اند د اشخاصو تر رابللو به دا مهمه وي، چې پر اساسي مسایلو بحث وشي. د اشخاصو د درتګ په عوض باید په یو داسې حکومت او نظام جوړونې فکر وشي چې ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. د اشخاصو تګ او راتګ چندان مهمه خبره نه ده. تر څو چې ځینې اساسي مسایلو باندې په جدي او ورین تندي بحث شوی نه وي، مشکله ده چې د افغانستان ستونزو ته د یو څو کسانو په درتللو سره د حل دایمي لاره پیدا کړای شي.

زما هدف یوازې، په افغانستان کې، دایمي امنیتي، بشري او رواني ثبات دی. کله چې ثبات او یو مشروع حکومت په یوه هېواد کې وي، په هغه صورت کې به هره ورځ په زرګونو افغانان په خوشالې او سکون سره خپل هېواد ته تګ- راتګ کوي او د هیچا بلنې ته به اړتیا نه وي. په دې توګه د یو ترمیمې بحث لپاره غواړم چې یو څو مسلې مطرح کړم.

1. زه د جنګ طرفدار نه یم ځکه په افغانستان کې د نفیې او زور سیاست کار نه دی ورکړی. نه اوس او نه په راتلونکې کې د زور او نفیې سیاست څه نتیجه ورکوي. له تیرو ناکامو سیاستونو نه باید یو څه زده کړو.
2. افغانانو همیشه فرصتونه په بحران بدل کړیدي او امید دی چې دا ځل اوسنې بحران په فرصت بدل شي. د دغه فرصت ایجادولو لپاره ټولو افغانانو ته په هېواد کې دننه او بهر لازمه ده چې یو مثبت بحث ته زمینه مساعده او د جنګ زیاتېدو لپاره لمن ونه وهل شي.
3. د حق غوښتل، د بیان ازادي او فردي مصونیت په خپل کور او هېواد کې د هر افغان حق دی چې باید ویې لري. خپل حق ورکول چاته کوم امتیاز نه دی، بلکې دا د حکومتونو وجیبه او مکلفیت دی چې د یو هېواد اوسیدونکوته خپل حقوق ورکړي او د هغوي د حقونو نه دفاع وکړي. دغه پورته حقوق په اسلام کې هر مسلمان ته ورکړل شوي او تاسې هم باید دا حقوق افغانانو ته ورکړې.
4. زما په اند، د اشخاصو تر در بللو به دا مهمه وي چې د یو پراخ بحث یا ډیالوګ لپاره په یوه خوندي او ډاډ وړ ځای (ښایی یو درېیم او بې طرفه هېواد ) کې زمینه مساعده کړئ، چې د افغانستان راتلونکې لپاره په مشترکه توګه یوه تګلاره جوړه شي. په دغه بحث کې باید یو شمیر هغه افغانان چې په مسایلو پوه او د ښه شهرت خاوندان وي، برخه واخلي.

5. که تاسې ووایئ چې بل ځای ته اړتیا نه شته او دا بحثونه باید په افغانستان کې وشي، دا هماغه ستاسې ‌موقف دی چې تاسې هم دې ته حاضر نه وئ چې د افغانستان دننه د سولې خبرو ته دوام ورکړئ، بلکې د دې پرځای مو په قطر کې خبرو ته دوام ورکړ.
6. په درېیم هېواد کې خبرو ته ځکه اړتیا دهُ چې څنګه تاسې د تیر حکومت له جوړښت سره موافق نه وئ، همداسې ډېری افغانان ستاسې له ادارې سره موافق نه دي او دلیل وړاندې کوي چې تاسې په زوره قدرت نیولی او د هېواد ملي سمبولونه مو ړنګ کړي ديُ نو په دې توګه د راتلونکي حکومت او نظام د جوړولو لپاره په جدي توګه یو درېیم هېواد کې خبرو ته اړتیا ده.

7. که ووایئ چې: هغه خبرو څه نتیجه ورنه کړه؟ سمه ده خو هغه خبرو ځکه نتیجه ورنه کړله چې تاسې نه غوښتل د افغانستان مشکل د خبرو له لارې حل کړئ. د افغانانو پرځای تاسې له امریکایانو سره خبرو ته دوام ورکړ او نتیجه دا شوه،چې نظام سقوط وکړ او تاسې د زور له لارې قدرت ونیوه او تر اوسه مو ملي او نړیوال مشروعیت ن تر لاسه کړ ی نه دی او نه هم دنیا په رسمیت پیژندلي یاست. دا ځل تاسې په یوه ښه موقف کې یاست او تاسې کولای شئ چې د یو سالم بحث له لارې، دایمي سولې او ثبات ته لار هواره کړئ، نو ځکه په درېیم هېواد کې د داسې ډیالوګ زمینه مساعدول مهم دي.

8. تجریو دا ښودلې چې د اشخاصو درتلل اهمیت نه لري او نه له یو څو جنګسالارانو سره داسې جوړ جاړی څه ګټه لري چې نن سبا یې پاکستان، ایران، ترکیه، امریکا او یا نور هېوادونه غواړي. اصلي مسله د نظام جوړونې او سیستم ده چې په افغانستان کې د ولس په خوښه حکومت ته زمینه مساعده شي او هرچا چې اکثریت درلود، هغه به حکومت کوي. د (نه منم!) سیاست باید له منځه لاړ شي او همیشه د قدرت انتقال په اصولي او سوله ییزه توګه تر سره شي.

9. که تاسې ووایئ چې: داسې ډیالوګ ته حاجت نه شته ، امارت جوړ شوی او د امارت تر بیرغ لاندې په خپل وطن کې واوسیږئ، نو بیا دا سوال مطرح کیږي چې د ثور تر کودتاه را وروسته او حتی د داود خان په وخت کې افغانان ولې مجبوره شول چې له هېواده مهاجر شي، درپه دره شي او پایله دا شوه، چې افغانستان د نیابتي جګړو مرکز وګرځېده؟ دا کړاوونه افغانانو ځکه وګالل چې دوی مستبد حکومتونه، ادارې او نظامونه نه منل. داسې کورنۍ نه شته چې په تیرو ۴۵ کلونو کې زیانمن شوي نه وي. که هدف یوازې په هېواد کې اوسېدل وي، نو بیا تاسې ته هم په کراتو دعوت درکړل شوی و، چې وطن ته راشئ، جنګ مه کوئ او خپل هېواد کې واوسیږئ، خو تاسې هغه رد او جنګ ته مو دوام ورکړ. بالاخره یو مشروع حکومت او نظام مو له منځه یووړ او افغانستان تقریبا څو لسیزې شاته ولاړ. ستاسې له راتګ سره په لکونو افغانان له هېواد نه په ډېرو سختو شرایطو کې ووتل او هره ورځ د تېر حکومت کسان تر فزیکي او رواني شکنجو لاندې په افغانستان کې ژوند تیروي او زیات شمیر اوس هم غواړي چې له هېواده ووځي. دا چې څومره کسان د صحرایي محکومو له لارې شهیدان شوي، د نجونو ښوونځي تړل شوي، د بیان ازادي سلب شوې او داسې نور … جدا بحث دی.

که ووایئ چې: تاسې د بهر نه پخواني چارواکي د عفوه په نتیجه کې غواړئ، نو دا هم سمه نه ده ځکه د افغانستان د جګړو ناورین ډېر اوږد دی او هېڅ یوه جنګې ډله او یا د حکومت غړي، بلې ډلې او یا د حکومت غړو ته عفوه نه شي کولای، ځکه هره خوا د جنګ د دوام او د زیاتو تلفاتو سبب ګرځیدلې ده. تاسې پخپله اقرار کوئ چې تر زرو زیات خود کشه حملې مو کړي او په هره حمله کې ډېر بیګناه کسان چې د جنګ برخه نه ول، وژل شوي دي، نو بیا تاسې ته به څوک عفوه وکړي؟

په دې توګه “عفوه” یوازې د جنوبي افریقا غوندې د انتقالي عدالت له لارې امکان لري.
10. که ووایئ چې: تاسې قدرت نیولی، نو له هیچا سره بحث او خبرو ته اړتیا نه شته ، دا هم سمه نه ده ،ځکه چې دغو افرادو ته دعوت ورکول، په سیاسي لحاظ، یو کمزوری حرکت دی چې د یو شخص په درتګ سره تاسې فکر کوئ، چې ستاسې اداره به مشروعیت پیدا کړي. داسې نه ده. یوازې د یو سالم ډیالوګ په سرته رسولو سره د افغانستان ستونزې حل کیدلای شي او دی ته اشد ضرورت دی. په سیاسي علومو کې یوه اصطلاح ده چې وایي: اوس توپ ستاسې په میدان کې دی، چې څنګه مثبت اقدام وکړئ.

11. که ‌ ووایئ چې: د هرچا دې لاس خلاص وي او دنیا ته مو شکست ورکړی نو دا سمه نه ده ځکه زورور یوازې الله تعالی دی او د زور حکومتونه همیشه له منځه ځي. مخکنيو حکومتونو هم د زور، کودتاه او یا وروسته د ټاکنو له لارې قدرت نیولی و او حتی د هغوی تر شا ملي او نړیوال ملاتړ هم و، خو بیا هم د نفیې او د زور د سیاست له امله له منځه ولاړل. د هغه حالت نه باید عبرت واخستل شي. تاسې هم تېره دوره قدرت د زور له لارې ونیوه چې یوازې درېیو هېوادونو په رسمیت پیژندلي وئ. هغه وخت فقر اوج ته رسیدلی و او د افغانستان وګړیو لکه په هدیره کې ژوند کاوه. دا ځل مو چې په زور قدرت ونیوه، دا دی یو کال تیر شو، تر اوسه هغه درېیو هېوادونو هم چې پخوا په رسمیت پیژندلي وئ، تر اوسه په رسمیت پیژندلي نه یاست. د افغانستان او حکومتولۍ ستونزې اوس تر پخوا څو چنده زیاتې دي، نو دا حالت دوام کولاې نه شي‌.

12. که حالات همداسې دوام وکړي، د یو مشروع حکومت د جوړیدو لپاره زمنیه مساعده نه شي، افغانستان پخپله یوې بلې نیابتې جګړې ته داخلیږي. په دغه نیابتي جګړه کې ستاسې او هم د افغانانو خیر نه شته. د ګاونډیانو خیر به هم نه وي، خو د دغه جګړو مسوولیت به ستاسې په غاړه وي.

13. زما په اند، پاکستان له تاسې سره په اخلاص کې روان نه دی. که افغانستان کې ستاسې اداره قوي کیږي، نو بیا د دې چانس ډېر زیات دی چې په اسلام اباد کې هم ستاسې غوندې یوه اداره هلته حاکمه شي. په دې توګه پاکستان غواړي چې تاسې دومره بدنامه او د خپلو هېوادوالو په منځ کې منفور کړي، چې په پاکستان کې د ط/الباني نظام د جوړیدو نوم هم څوک وانه خلي. ښه خبره دا ده ؛ د دې پرځای چې خلیفه حقاني د پاکستان او ټی ټی پي تر منځ روغه کوي، باید له خپلو خلکو سره روغه وکړي او د یو مشروع نظام لپاره زمنیه مساعده کړئ. دا ستاسې او هم د افغانستان په خیر ده. خدا ناخواسته دا حالت داسې مرحلې ته ونه رسیږي، چې بیا به نه ستاسې د وسې څه پوره وي او نه به د نورو افغانانو.

14. تر اوسه ستاسې اداره ،چې تاسې پخپله ورته موقته اداره وایئ او کشمکش ستاسې په خپلو منځو کې هم وجود لري، ځینې مو د امر باالمعروف نظریات منئ او ځینې یې مخالفت کوئ او ښه بیلګه یې د عباس ستانکزي وروستئ څرګندونې دي. له داسې یوې ادارې سره کار کول او یا تر هغې ادارې لاندې ژوند کول، څه معنی لري؟ په دې بحث نه کوو ، چې ولې لا امیر المؤمنین نه ښکاري؟ او ولې د پاکستان سفیر هر چېرته بوڅ بوڅ کیږي ؟ او وزیران احضاروي او یا د پاکستان د مختلقو ادارو کسان په دفاترو او ښارونو کې ښکته او پورته ګرځي؟ ښه دا ده چې خپلو خلکو ته په سپکه سترګه ونه ګورئ او مثبت ډیالوګ ته په درېیم هېواد کې زمینه مساعده کړئ.

که څه هم د بل هر هېواد نه زه په افغانستان کې خوشاله او خپل عزت په افغانستان کې ګورم، خو د پورته واقعیتونو په منلو سره، زه په اوسني وخت کې افغانستان ته د درتګ لپاره جوګه نه یم. زما سوابق ښه په ځير کتلای شئ، نه مې یوه لویشت ځمکه غصب کړې، نه په بانکونو کې پیسې لرم او نه حویلئ او بلند منزلونه خو په هېواد پسې مه زړه درد کوي او هر بااحساسه افغان د افغانستان د موجوده حالت ته ځوریږي.

د داسې وضعیت ملاتړ زما لپاره په اخلاقي، ایماني او سیاسي لحاظ سم نه دی. ښه به دا وي، چې د یو پراخ ډیالوګ لپاره زمینه مساعده کړئ او داسې تګلاره جوړه کړئ، چې د افغانستان په خیر وي او راتلونکی حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه او د افغانستان د خلکو ځورېدلو لپاره په دایمي توګه د پای ټکی کېښودل شي.

په درنښت

شاه محمود میاخیل، د ننګرهار پخوانې والي، د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست.

نوټ:
اخرې خبره دا ده چې زه یوازې یو کس نه یم، بلکې زه د یو لوی ګروپ استازولي کوم چې د تشکل په حال کې دی.

Comments are closed.