The news is by your side.

سرتیري فارغ شول خو نظام او حکومت نه لري.

خبريال ویب پاڼه / په هند کې يو شمیر افغان سرتیري په داسي حال کې له لوړو زده کړو فارغ شول چې هیواد يې د يوې داسي ډله په لاس کې دی چې په هیڅ سياسي تعهد باور نه لري. بلکې د هیواد هره اداره او هر اورګان د يوه بې سواده ملا په لاس کې دی چې دینې زره کړي هم يوازي تر قدري او پنج کتاب پوري محدودي دې.

دا سرتیري په داسي حال کې د خدمت کولو لپاره تیاری نیسي چې هيواد يې حکومت او نظام نه لري، هیواد يې بیرغ ، سرود نه لري. د هیواد نړيوال حیثیت يې له منځه تللی هیڅوک يې په رسمیت نه پیژنې ، د هیواد سياسي حیثت يې دومره کمزوری شوی چې د ټولو سياسي پړیکړو واک يې د پاکستان له سفير منصور احمد خان حفظه الله سره دی.

دې سرتیرو پوره څلور کاله زده کړې وکړي چې څنګه د هیواد ساتنه او دفاع وکړي ، څنګه د یوې جګړې په وخت د خپل ملت مخته سپر شي ، څنګه د هیواد د ناموس او عزت ساتنه وکړي ، څنګه په ډیر غرور او میړانې سره د هیواد ملي بیرغ هسک او رپاند کړي.

که څه هم ددغو افغان سرتیرو ټولې هیلي په اوبو لاهو شوي ، تر ټولو خوږ جانان(وطن) يې د غلیم (پاکستان) په لاس کې دی د وطن د هرې پریکړې مسولیت له پاکستان سره ی ،دا دوښمن چې هر څه وغواړي هغه کوي ، د افغانانو له غوښو را نیولي تر کانونو پورې د ټولو دوښمن او خریدار دی هره ورځ د افغان وطن په چور او تالان لګيا دی ، هر ه ورځ لګيا دی د افغانستان عزت او عفت لوټي.

خو بیا هم دوی ته افغان ملت سترګي په لاره دی، دوی به کوښښ چې د هیواد ساتنه او پالنه په میړانه وکړي ، دوی به د افغان ملت لپاره له ځانه د نحات پرښتې جوړوي.

سره له دې چې ياد سرتیرو ته به ډیره سخته وي چې هیواد لري خو واک يې د بل دی، پوځ لري خو ټول د جهل لښکر دی په داسي حالت کې دوی ته ددې پر ځای چې د وطن د ساتني لپاره کار وکړي خپل سرونه ساتل هم ګران کار وي ، دوی له داسي چا سره مخ دي چې د علم سوییه ډیره ټیټه او واک يې د بل چا دی. دوی له خپل ناپوه خو جاسوس ورور سره مقابل دي. دوی به د هر دوښمن په مقابل کې ښه په میړانه جګړه کړي وای ، دوی به مرګ منلی وای خو دا حالت نه.

دوی له خپل افغان ورور سره مخامخ دي ، دوی هغه نشي وژلای دوی له هغه سره جګړې ته زړه نشې ښه کولای ، دوی پوهیږي چې خپل افغان ورور مي نه پوهیږي ، خطا شوي ، چا غلط پوی کړی.

له اوسني حکومت څخه ټول افغانان غواړي چې نور سلقوي چلند پریږدي ، سياست ته مخه کړي، د هیواد جوړولو ته مخ کړي تر کله به افغانان په تیارو کې ژوند کوي.

 

Comments are closed.