د وژنو په لړۍ کې د ط/البانو یو مهیم چارواکی ترور شو
خبريال ویب پاڼه / د ترور او وژنو په لړۍ کې د ط/الب ملیشو يو مهیم چارواکی په بې غږه وسله په کابل ښار کې ترور شو .
یاد چارواکی د ط/الب ملیشو د استخباراتو د ۹۰ ریاست مرستيال وو د وژل کس بشپړ هویت تر اوسه نه ده افخشا شوی خو یوې سرچینې خبریال وبیپاڼې ته وویل نوموړي کس د عالم ګل حقاني د ورور په نیونه کې هم لاس درولود سرچینه زياتوي ډیر احتمال شته چې دغه ط/الب چارواکی دې د حقانی ورور او يا د حقاني ډلې په خوښه ترور شوی دی.
د سرچینې په خبره د استخباراتو ياد چارواکي د فاسپورت د مشر عالم ګل حقاني وررو نیولي وو او دهغه ویډیو يې رسنيزه کړي وه .
د يادولو وړ ده چې څو میاشتي مخکې په ټولنیزو رسنيو کې داسې یوه ویډیو خپره شوه چې د عالم حقاني ورور له څو انجونو سره نڅيږي او شرب څښې.
هغه مهال دغه موضوع يو څه وخت ډیره ګرمه وه خو وروسته یې بیا هیڅ حال معلوم نه شو چې آيا د عالم ګل حقاني ورور محاکمه شو کنه خو داسې راپورنه ورکول شول چې هغه له خپلې کورنۍ سره د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته ولاړ.
باید وویل شې چې په افغانستان کې په ط/الب ملیشو په لوړپوړو چاروکو چاودنې او د ترور پيښې زیاتي شوي دي.
پرون په بلخ ولايت کې هم ورته يوه پېښه رامنځته شوه په ياده پيښه کې د بلخ ولايت د هوايې ډګر دوه کارمندان په مرموز ډول ووژل شوی.
په پلازمينه کابل او ځینې نورو ولايتونو کې په تيره يوه میاشت کې تر ۲۰۰ زیاتي چاودنې شوي دغه چاودنې تر ډیره په ط/الب ملیشو تر سره کیږي.
خو ط/الب ملیشې رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې يادې پيښې رسنېزې کړي او ريپوټونه پرې جوړ کړي.
هیره دې نه وي پرون کونړ کې هم د ط/الب ملیشو د استخباراتو په کارکوونکو ورته برید شوی وو چې به ترڅ کې يې اته کسه مړه او ۳ تنه سخت ژوبل شوي وو.
د شنوونکو په باور په افغانستان کې حالت ورځ تر بلې د خرابيدو په لور روان دی.
وسم شينواری وایې په ط/البانو دننه خپل منځي اختیلاف په ډیريدو ده د هغه په خبره چې ډیری وخت د ترور بیښې د دوی له خوا د یوه او بل پر ضد تر سره کیږي.
شینواری زیاتوي چې د حقاني او کندهاري ط/البانو تر منځ اختیلاف دومره په براخیدو دی چې د جګړې امکان يې هم شته .
Comments are closed.