آيا افغانستان اوس امن دی؟
خبريال ویب پاڼه/ په افغانستان کې له تیرو شلو کلونو راهیسې جکړه روانه ده . د کلونو په اوږدو کې د جګړي رول او اړخونه بديلیږي را بدلیږي کله په يوه او کله په بل نامه د افغانانو ژوند اخلي اخلي.
داسي ویل کیده چې د ط/البان له راتګ سره به افغانستان امن شي افغانان به د ارامۍ ساه واخلي له ژوند څخه واخلي ، ژوند به وکړي او د پر مختګ په لور به اوچت ګامونه واخلي.
خو د ط/الب ملیشې له راتګ سره هم افغانستان امن نشو ، اوس افغانستان د بلي جګړي په لور روان دی.
افغانستان او افغانان تر بل هر وخت د سخت بحران په لور روان دی په افغانستان کې د جګړې اړخ او رول بدل شوی مخکي مامخ د ټوپک او ټانګ جکړه وه چې د افغانان ژوند يې ګواښل خو اوس بیا د ط/الب ملیشې د حماقت ، ساده ګۍ او کمعقلۍ جګړه د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د مخکنۍ جګړې زيان دومره نه وه ، خلکو کولای شوای په يوه نه بله وسیله ځانونه ترې وساتې خو له اوسنۍ جګړې ساتل نا ممکن دی دا جګړه د افغان تر کور او کار ځای پورې رسيدلي دا داسي جګړه ده چې څوک ترې په هیڅ صورت ځان نشي ساتلی.
دا جګړه د ط/الب د حماقت جګړه ده چې له افغان ملت سره يې کوي تر ټولو بده دا ده چې ط/الب ملیشې دې حماقت ته د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو نوم ورکوي دوی دا جګړه نه بلکي برحقه داعیه او افغانانو د نجات لار بولي.
ط/الب ملیشو په ټول افعانستان کې د ښوونځو دوازي د افغانستان د نیمايې نفوس(ښځو) په وړاندي تړلې افغان میرمنې نشي کولای علم او تحصیل وکړي. چې دا د يوه قوم د وژولو او ورکولو تر ټولو خطرناکه لار ده.
دغه کړنه د نړيوالو حقوقو له مخي بشري جنایت شمیرل کیږي چې یو قوم په لوی لاس د تیارو کندو ته اچول د هغه قوم د تباهۍ لامل کیږي.
بله دا چې ط/الب ملیشو د افغانستان په شتمنۍ پسې را اخیستي ط/الب ملیشې د افغانستان د خلکو ملي شتمنۍ(معدنیات) لوټي په افغانستان کې په کانونو او معدنیاتو چور او چپاول روان دی.
چې دا د یوه هیواد ، يوه ملت د وژلو بله خطرناکه لار ده.
د ط/الب ملیشو له لوري په بیان ازادۍ سخت بنديز لګیدلی هیڅوک نشي کولای خپل فکر او نظر ښکاره کړي که څوک خپله خبره وکړي خپل فکر ښکاره کړي په همغه ورځ په ډیر بې رحمانه ډول شکنجه او وژل کیږي.
په افغانستان کې هیڅوک امن هبڅوک د ځان او مال اخطیار نه لري هیڅوک د خپل وطن په مسایلو کې د خبرو کولو او نظر څرګندولو اجازه اجازه نه لري.
چې دا حالت تر ټولو خطرناک او د يوه ملت د وژلو بې رحمانه لار ده.
Comments are closed.