The news is by your side.

د امر بالمعروف وزیر د عباس ستانکزي نظر رد کړ وایي تعلیم مباح دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي نن د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل، تعلیم په نارینه او ښځینه فرض دی، هېڅوک له دې فرضیت څخه انکار نه شي کولی.

عباس ستانکزي د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

ستانکزي وویل، تعلیم مطلق فرض او څوک چې یې له فرضیت انکار کوي هېڅ راز شرعي دلیل ورته نه لري پرته له دې چې یا به یې د طبیعت خبره وي چې دا نه منم، یا دا ده یا هغه، خو شرعي دلیل هېڅوک نه لري چې تعلیم فرض نه دی.

بل لور بیا په همدې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي د عباس ستانکزي نظر رد کړ او ویې ویل، تعلیم فرض نه دی مباح دی او زیاته یې کړه کله چې مباح او د امیر د حکم ترمنځ ټکر راشي نو د امیر د حکم منل واجب ګرځي.

عباس ستانکزي له دې وړاندې هم د نجونو ښوونځیو بیا پرانیستلو لپاره ورته څرګندونې کړې وې، له دې ښکاري چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو پر سر د طالبانو ترمنځ ژور د نظر اختلافات دي خو د طالبانو زیاتو مشرانو د رسنیو ترمخه ویلي چې دوی د نجونو له تعلیم او ښوونځیو سره ستونزه نه لري.

Comments are closed.

koi finance