The news is by your side.

د طالبانو حکومت کې را روان ژمی ۱۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د طالبانو حکومت له پیل سره هم مهاله د اقتصادي بحران په درشل کې سږ کال میلیونونه افغانان بېړنیو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام یا “WFP” وايي، په افغانستان کې ۱۸ میلیونه وګړي را روان ژمي لپاره په بېړنۍ توګه ۱،۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دغه پروګرام د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده شمېره اعلان کړې ویلي یې دي چې میلیونونو کورنیو ته له را روان سخت ژمي سره د مقابل غیر بله لار نشته.

یاد پروګرام وایي، دوی اړتیا لري چې د ژمي له پیل وړاندې په لېرې پرتو غرنیو سیمو کې خوراکي توکي ذخیره کړي څو د لار د بندېدلو په صورت کې هم په اسانه وکولی شي د دغو سیمو اړمنو کورنیو ته بېړنۍ مرستې پر وخت ورسوي. چې په وینا یې دا چاره به د ولږې رامنځته کېدونکي بحران په مهارولو کې مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام به په ژمي کې د ۱۵۰ زره ټنو خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ولري.

د جمهوریت په ړنګېدو سره د افغانستان اقتصادي وضعیت هم بحران ته ولاړ، زرګونه افغانان بې دندې او بېکاره شول. دا مهال میلیونونه کورنۍ لومړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري. ځکه طالبانو ډېری کادرونه له دندو لېرې کړل او پر ځای یې د خپلو مدرسو طالبان وګومارل.

د خوړو نړیوال پروګرام د یو کال په موده کې په میلیاردونو ډالر بې وزلو افغانانو سره دنغدي او خوراکي توکو په مرسته ولګول خو لا هم بې وزلي او ولږه نه ده مهار شوې.

Comments are closed.

koi finance