The news is by your side.

د ملګرو امنیت شورا نن ماښام د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې د ملګرو امنیت شورا نن د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د افغانستان د روان وضعیت په اړه ناسته وکړي. چې په ژوندۍ بڼه به نشریږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په یو خبرپاڼه کې ویلي د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل به د ناستې په پیل کې ګډونوال د افغانستان له اوس وضعیت خبر کړي.

همدا راز په ملګرو ملتونو کې د جمهوریت د وخت شارژدافیر نصیر احمد فایق به هم یادې ناستې ته وینا وکړي.

نصیر احمد فایق په دې تړاو په ټوېټر لیکلي، د ناستې ټولیز بحث د افغانستان په روان وضعیت دی او د افغانانو په استازیتوب به د تل په څېر د دوی غږ او غوښتنو ته انعکاس ورکړم.

یاده غونډه داسې مهال ترسره کیږي چې تر بل هر وخت په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او تر څنګ یې ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو په اوسني وضعیت اندېښمن دي. او د افغان ښځو په اړه د طالبانو په سختې پالیسۍ نیوکې کوي.

Comments are closed.

koi finance