The news is by your side.

کندهار ته د بشیر نورزي ورتګ او طالبي استقبال

د طالبانو مهم، مطرح او بارسوخه غړی حاجي بشیر نورزی نن کندهار ته لاړ.

د حاجي بشیر نورزي مخې ته طالبانو موټریز کاروان د استقبال په توګه راوړی وو او لسګونه ولسي خلک هم د بشیر نورزي استقبال ته مخې ته ورغلي وو.

طالبانو په موټریز کاروان کې ترانې غږولې او خلک د ګلانو له ګېډیو سره د استقبال لپاره حاجي بشیر نورزي لپاره راټول شوي وو.

حاجي بشیر نورزی د کندهار د میوند ولسوالۍ د نورزي له لوی، مهمې او مطرحې کورنۍ څخه دی.

هغه روانه سپټمبر میاشت له یو امریکایي وګړي سره د تبادلې په صورت کې له ګوانتانامو زندان ازاد شو او کابل ته راغی.

د طالبانو لپاره د حاجي بشیر نورزي ازادېدل ځکه ډېر مهم وو چې د نورزي ازادېدل به د طالبانو په منځ کې اختلافاتو له منځه وړلو او ملا عمر ته د نزدې خفه کسانو پخلا کولو کې مرسته وکړي.

دا چې نورزی په کندهار کې پراخ ولسي رسوخ لري او ملا عمر ته له خورا نږدې کسانو وو، نو طالبان به وکولی شي د نورزي په وسیله ولسي مشروعیت هم ترلاسه کړي.

په ورته مهال طالبان اوس مهال له مقاومت جبهې سره په اخ و ډب کې ګیر دي. طالبان د جګړې لپاره بشري او مالي مرستو ته اړتیا لري او حاجي بشیر نورزی به وکولی شي چې د طالبانو سره له دواړو اړخونو مرسته وکولی شي.

حاجي بشیر نورزی همدا رنګه له پخواني جمعیت ګوند او د اږدوسنۍ مقاومت جبهې له یو شمېر غړو سره ښې اړیکې لري، يو وخت په سوېل لویدیځ کې د جمعیت ګوند مهم غړی پاتې شوی چې د نوموړي شتون به وکولی شي د پنجشېر له مقاومت جبهې سره د طالبانو جګړه او اختلافات مهار کړي.

دا چې حاجي بشیر نورزی به راتلونکي کې د طالبانو حکومت او افغان ولس لپاره څومره ګټور تمام شي، هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځواب کړي.

Comments are closed.

koi finance