The news is by your side.

طالبان د تلې ١٥مې ته په اشارې؛ د افغانستان خاوره د هیچا په ضد نه کاروي

طالبان د تلې ١٥مه په مناسبت چې په افغانستان د امریکا د برید د یویشتمې کالیزې سره برابره ده په وایي، افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه وو او نه به یې خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

طالبانو په دې مناسبت په یو خپره کړې اعلامیه ویلي، نور هېوادونه دې د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ پر وړاندې خنډونه نه جوړوي.

یوویشت کاله مخکې امریکا د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال افغانستان کې د القاعدې په شمول د طالبانو د ځپلو لپاره برید وکړ.

د امریکا او ناټو ځواکونه له شل کلنې جګړې وروسته بلاخره په 2021 په اګسټ کې له افغانستان ووتل او طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول.

د طالبانو له واکمنۍ سره سم نړیوال له افغانستان نه د ترهګریز ګواښ په وېره کې دي.

پاکستان چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی هم تور پورې کوي چې افغانستان کې لا هم ترهګریزې ډلې فعالیت لري او دوی د ګواښ نه اندېښنه لري.

Comments are closed.

koi finance