The news is by your side.

طالبانو نجونې پرېنښودې کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځي انتخاب کړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې نجونو لپاره د پوهنځیو ټاکل محدود کړي.

نجونې وایي نه یوازې د پوهنځیو ټاکل بلکې موږ په نورو زونونو کې د پوهنځیو له ټاکلو هم محرومې شوې یوو.

ختیځ زون کې پرون دوه وخته، لومړی له هلکانو بیا له نجونو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

نجونې وایي دوی ته د پوهنځیو د انتخاب پاڼه کې پوهنځي محدود شوي وو او ویې نه شول کولی د خپلې خوښې پوهنځی وټاکي، وایي د نورو زونونو پوهنځي هم نه ول چې موږ انتخاب کړی وی.

د کانکور یوه ګډونواله چې نه غواړي حوم یې واهیستل شي، وایي غوښتل مې د خپلې خوښې پوهنځی “ژورنالېزم” انتخاب کړم خو په پاڼه کې هېڅ د یاد پوهنځي نوم نه وو.

په دې اړه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې مشر عبدالقدیر خموش وایي، دې لپاره چې راتلونکي کې نجونو ته د جلا ټولګیو جوړولو کې له ستونزو سره مخ نه شو نو نجونو لپاره مو پوهنځي محدود کړل وایي چې بیا د تبدیلۍ لپاره مراجعه ونه کړي.

ښاغلي خموش زیاته کړې یوازې درې/څلور پوهنځي مو له نجونو بند کړي، چې په کې زراعت، انجنیري(ساختماني برخه) وترنري او کنونو او معدن انجنیرۍ پوهنځي له نجونو محدود شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې طالبان په کانکور له نجونو پوهنځي محدودوي خو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي یاد راپورونه رد کړل او ویې ویل چې د کانکور ګډونوال ازاد دي چې د خپلې خوښې پوهنځي اناخاب کړي خو د هلکانو او نجونو د انتخاب په اړه یې واضح څه ونه ویل.

Comments are closed.

koi finance