The news is by your side.

کارین ډیکر: امریکا بیا په افغانستان کې پوځي مداخله نه کوي

دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا استازې کارین ډېکر په تازه څرګندونو کې ویلي، امریکا به بیا ځل لپاره په افغانستان کې هېڅ راز پوځي مداخله ونه کړي.

ډیکر زیاتوي چې طالبانو سره به ډیپلوماټیکو اړیکو او خبرو ته دوام ورکړي او دوی به د امنیت ټینګښت او بشري حقونو خوندیتوب ته وهڅوي.

د امریکا ځانګړې استازې یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون هم کورنیو چارو وزارت په یو مسجد کې چاودنه شوه، داسې اوازې دي چې بمي چاودنه نه وه بلکې هوایي برید وو.

په افغانستان کې امریکا څو څو ځل هم د بې پېلوټه الوتکې په واسطه اهداف په نښه کړل او له منځه وېوړل.

تازه ‏د سویلي آسیا لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا د دفتر پخوانۍ مشرې لیزاکرټېس ویلي، امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا افغانستان ته داخلوي او د ترهګرۍ ضد عملیات پرې ترسره کوي، چې ښه بېلګه يې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل و.

امریکا د طالبانو له حکومت پیل راهیسې په کابل او یو شمېر نورو سیمو کې د پاکستان په مرسته د بې پېلوټه الوتکې په واسطه د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړل طالبان د امریکا ورته کړنې غندي خو د پاکستان په اړه تل چپه خوله وي.

Comments are closed.